1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو د بدخشان یمګان ولسوالۍ ونيوله

۱۳۹۹ فروردین ۹, شنبه

افغان چارواکو د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې وسله والو طالبانو د بدخشان ولایت د یمګان ولسوالۍ مرکز نيولی دی. د بدخشان ولايتي شورا ويلي دي چې طالبانو ياده ولسوالۍ د پر له پسې درنو جګړو وروسته په خپل کنترول کې راوستې ده.

https://p.dw.com/p/3aAI6
Afghanistan Herat Taliban Kämpfer
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Khan

له کابل څخه د آلمان خبري آژانس په حواله، د بدخشان د ولايتي شورا دوو غړو، ناجي نظري او محبوب الرحمن طلعت وايي چې طالبانو تيره شپه د يمګان ولسوالۍ باندې درانه بريدونه پيل کړل چې په نتيجه کې يې د ولسوالۍ مرکز ونيوه.

د چارواکو په وينا د ولسوالۍ په اطرافو کې لا هم جګړه روانه ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نه شته.

خو دوی وايي چې لږ تر لږه ۱۴ افغان سرتيري چې د طالبانو درنو بريدونو له امله ېې خپله امنیتي پوسته پريښي وه، لادرکه دي.

د ولايتي شورا غړي وايي چې د يمګان ولسوالۍ په نيولو سره، طالبان اوس د جرم ولسوالۍ پر څلورو کليو باندې هم کنترول لري. جرم ولسوالۍ د يمګان ولسوالۍ سره ګډه پوله لري.

وسلوالو طالبانو د کلونو راهیسې د بدخشان لږ تر لږه پر درو ولسوالۍ، جرم، ودروج او يمګان کنترول درلود چې شاوخوا پنځه مياشتې مخکې د افغان امنيتي ځواکونو له خوا بيرته ونيول شوې.

طالبانو دغه حمله يوه ورځ وروسته له هغې کړې چې افغان حکومت طالبانو سره د سولې مخامخ مذاکراتو له پاره د خپل ۲۱ کسیز پلاوي نوملړ اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا ويروس د خپريدو خبره هم د ورځ په تيريدو سره جدي کيږي او د مثبتو پيښو شمير په کې لوړيږي.