1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو د امريکايي عسکرو د وتلو شرايط نه دي پوره کړي»

۱۳۹۹ خرداد ۲۲, پنجشنبه

د امريکا يوه جنرال ويلي دي چي طالبانو تر اوسه پوري هغه شرايط نه دي پوري کړي چي له مخي ئې د راتلونکي کال تر می میاشتي پوري ټول امريکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

https://p.dw.com/p/3dch5
USA | General Kenneth McKenzie
انځور: Getty Images/A. Wong

د اسوشيتد پریس خبري آژانس د راپور له مخي د امريکا د مرکزي قومندې مشر جنرال فرانک مکنزي ويلي دي چي طالبانو په فيبروي مياشت کي له امريکا سره د لاسليک کړي تړون شرايط تر اوسه پوري نه دي پوري کړي.

هغه ويلي دي چي امريکا متحده ايالات د هغه مهال ويش د بشپړولو په حال کي ده چي تر جولای مياشتي پوري خپل د ځواکونو شمېر ۸۶۰۰ ته راکم کړي.

يوه بل امريکايي چارواکي چي په دې اړه د معلوماتو ورکولو صلاحيت نه لري، د نوم نه ښوولو په شريط ويلي دي چي په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو شمېر چي په فيبروري مياشت کي ۱۲۰۰۰ وو همدا اوس ۹۰۰۰ ته راکښته سوی دی.

مکنزي د امريکا په فلوريدا ايالت کي له خپل مرکزي دفتر څخه په واشنګټن کي د منځني ختيځ له پاره انستيتيوت ته په ويډيويي کنفرانس کي وويل چي د راتلونکي کال تر می مياشتي پوري له افغانستانه د ټولو امريکايي ځواکونو وتل په شرايطو پوري تړلي دي. هغه شرايط دغه دي: «آيا موږ به ډاډه يوو چي پر موږ باندي هلته بريدونه نه کيږي. که ما وپوښتئ په اوس حالت کي دغه شرايط نه دي پوره سوي.»

 مکنزي په داسي حال کي شک او ترديد ښيي چي دونالد ترمپ له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونو پر رايستلو باندي تمرکز کړی.

ترمپ ويلي ول چي امريکايي ځواکونه په افغانستان کي د پوليسو په شان عمل کوي چي دا زموږ دنده نه ده او ژر بايد له دغه کړکيچه چي له دوې لسيږي راهيسي روان دی، راووځي.

مکنزي ويلي دي: «طالبان امريکا متحده ايالاتو ته ګواښ نه دي، طالبان هيڅکله ګواښ نه ول. موږ ته ګواښ هغه هستې دي چي دوی (طالبانو) په افغانستان کي د ژوند کولو اجازه ورکړې ده.»

هغه په افغانستان کي د داعش او القاعدې يادونه وکړه: «موږ باور لرو چي طالبان په حقيقت کي د داعش ملګري نه دي او د هغوی پرضد کار کوي. خو دا بيا ما ته ډيره لږ روښانه ده چي دوی دي له القاعدې سره هم همدا شان چلن وکړي.»

مکنزي وويل چي د ترمپ اداره په خپل منځ کي او له ناټو او ائيلافي ملګرو سره په افغانستان کي د پرمختګ په اړه په خورا پياوړو خبرو بوخته ده.