1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو خپل يو منتقد پوهنتوني استاد نيولی دی

۱۴۰۰ اسفند ۱۵, یکشنبه

د طالبانو استخباراتي څانګې د جمعې په ورځ په افغانستان کې د پوهنتون يو ښوونکی نيولی دی. دغه خبره د باور وړ سرچينو د آلمان خبري آژانس ته کړې ده.

https://p.dw.com/p/485Kd
Afghanistan | Trennung von weiblichen und männlichen Studenten an der Universität Kabul
انځور: Social media handout via REUTERS

يوې معتبرې سرچينې ويلي دي چې »هغه اوسمهال د اسلامي امارت په توقيف کې دی.« دغې سرچينې د موضوع د حساسوالي په خاطر نه غوښتل چې نوم يې اخيستل شي. د سرچينې په حواله »له بده مرغه هغوی په نوموړي باندې فشار راوړي چې له دې وروسته خپل آواز نور پورته نه کړي.«

د طالبانو امنيتي چارواکو په دې اړه تر اوسه پورې څه نه دي ويلي. سيد باقر محسني د طالبانو د سياست يو انتقاد کوونکی دی چې د مطلق العنانه حکومت او تاوتريخوالي پر ضد يې سپينې خبرې کړې دي. 

هغه د طالبانو سياستونه او روايتونه په تلويزيوني بحثونو کې ننګولي دي چې له کبله يې يوه مشهوره تلويزيوني څېره ورڅخه جوړه شوې ده. د چهارشنبې په ورځ محسني په فيسبوک کې وليکل چې د طالبانو چارواکو يو ځايي تلويزيوني چېنل ته ګواښ کړی او د داسې يوې خپرونې د خپرېدو مخه يې نيولې ده چې دی پکې د طالبانو له يوه وياند سره په ګډه مېلمه وو. ډېر افغانان په ټولنيزو رسنيو کې اوس د افغانستان پر تندلارو کړيو غږ کوي چې آزاده وينا وزغمي او محسني خوشې کړي.

Afghanistan Faizullah Jalal I Taliban nehmen regimekritischen Professor in Kabul fest
تر دې مخکې د طالبانو يو بل منتقد د پوهنتون ښوونکی هم نيول شوی وو.انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د طالبانو حکومت تر دې دمه هر ډول مخالف نظرونه غلي کړي دي. طالبانو په لسګونو ښځينه فعالانې نيولې دي چې سړکونو ته راوتلې وې او يو بل د پوهنتون استاد، فيض الله جلال يې هم نيولی وو چې پر طالبانو يې په يوه تلويزيوني بحث کې نيوکه کړې وه. جلال او همداراز ښځينه فعالانې بېرته آزادې شوې دي ځکه چې نړيوالې ټولنې فشارونه وارد کړي ول. خو دوی يو څو ورځې په بند کې تېرې کړې دي او له خوشې کېدو وروسته يې خاموشي غوره کړې ده. د قضايي پلټنو پرته، نيونې او وژنې په افغانستان کې له هغه وخت راهيسې زياتې شوې دي چې طالبانو تېر کال بېرته قدرت ته لاره موندلې ده.

آ./ن.ص./ا.ا.