1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کې د ناټو قوماندان: افغانان سوله غواړي

۱۳۹۹ اردیبهشت ۱۳, شنبه

په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان له طالبانو غوښتي چې تاوتريخوالی ودروي، څو د کرونا بحران پر وړاندې مبارزه په ښه توګه مخته لاړه شي. تازه خبرداری ورکړل شوی چې افغانستان ممکن له یوه «روغتيايي ناورين» سره مخ شي.

https://p.dw.com/p/3bgzP
Afghanistan neuer Nato-Oberbefehlshaber General Scott Miller
انځور: Reuters/M. Ismail

د امريکايي ځواکونو وياند، سمونوال سوني لګت، پر ټويټر باندې يو متن خپور کړی چې په هغه کې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو او ناټو قوماندان، جنرال سکات ميلر له طالبانو غوښتنه کړې چې له تاوتريخوالو لاس واخلي او يوې سرتاسري او تل پاتې سولې ته زمينه برابره کړي.

په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو وياند، په خپل پيغام کې د طالبانو نظامي وياند ذبيح الله مجاهد او د دغې ډلې د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين څخه هم يادونه کړې او هغوی ته ېې ويلي دي: «تاسو د جنرال ميلر د هغو غوښتنو په اړه چې ويلي دي تاوتريخوالی کم کړئ، شفافيت غوښتی دی. راځي چې روښانه يې کړو: د افغانستان خلک سوله غواړي. نړۍ له طالبانو غوښتي چې تاوتريخوالي ودروئ او د کوويد-۱۹ ناروغۍ پر ضد مبارزه باندې تمرکز وکړي. اوس د تاوتريخوالو د درولو وخت دی.»

د هغې هوکړه ليک له مخې چې د فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا او طالبانو تر منځ په قطر کې لاسليک شو، طالبان بايد له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د تدريجي وتلو په بدل کې تاوتريخوالی کم او بين الافغاني خبرو اترو ته زمينه برابره کړي. تر دغه هوکړه ليک وروسته په افغانستان کې د ملکيانو تلفات لوړ شوي دي.

که څه هم طالبانو تاوتريخوالی نه دی کم کړی، خو کانادايي رسنۍ «ان بي سي» د امريکا د دفاع وزارت د يوه چارواکي له قوله رپوټ ورکړی چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو لړۍ، د ۱۴ مياشتني زماني جدول مطابق عملي کيږي، خو د کرونا وبا دغه بهير چټک کړی دی.

د افغانستان د بيارغونې په برخه کې د امريکا متحده ايالاتو د څار ځانګړې ادارې، سيګار، تازه خبرداری ورکړی دی چې د افغانستان ضعيف روغتيايي نظام او شته وسلوالو شخړو ته په کتو، په احتمال سره دغه هيواد د کرونا وبا پر وخت له يوې «روغتيايي فاجعې» سره مخ شي.

طالبانو تر اوسه د افغان حکومت له خوا د اوربند غوښتنې په پرله پسې توګه رد کړي دي. د افغانستان د ملي امنيت شورا هم طالبان اوربند ته راوبلل، خو هغوی يې دغه غوښتنه رد کړه.

د سيګار په تازه رپوټ کې ويل شوي دي چې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ خپريدل، د افغانستان پر اقتصادي او ټولنيز وضعيت باندې منفي اغيز اچولی او د سولې بهير يې لا پسې پيچلی کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت هم په وروستيو کې له طالبانو څخه غوښتي وو چې د کرونا وبا ته د ښې رسيدګۍ له پاره دې له جګړې لاس واخلي، خو طالبانو د دغه وزارت غوښتنې ته هم منفي ځواب ورکړی دی.