1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو او امريکا د بنديانو د آزادولو په اړه خبرې کړي

۱۴۰۳ تیر ۱۳, چهارشنبه

د ملګرو ملتونو په مشرتوب د دوحې د دريمې غونډې په څنډه کې د طالبانو پلاوي د امريکا له استازو سره ليدلي دي او په افغانستان کې یې د دوو امريکايي زندانيانو پر موضوع بحث کړی دی.

https://p.dw.com/p/4hpPi
د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبيح الله مجاهدانځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د قطر په پلازمينه دوحه کې د ملګرو ملتونو دريمه غونډه چې موخه یې له افغانستان سره د نړيوال تعامل ډيرول دي، د جون پر ۳۰ او د جولای مياشتي پر لومړۍ نيټه ترسره شوه.

د چهار شنبې په ورځ په کابل کې د طالبانو ادارې وياند ذبيح الله مجاهد، چې په دوحه کي يې د طالبانو د استازي مشري کوله، خبريالانو ته وويل چې د ليدنې کتنې هدف «د يوې حللارې موندل» وو.

نوموړي زياته کړه: «په دې ليدنه کتنه کې موږ د دوو امريکايي اتباعو په هکله چې په افغانستان کې په زندان کې دي، خبرې وکړې.» خو هغه زياته کړه چې دوی [امريکايان] باید د افغانستان شرطونه ومني: »موږ هم په امريکا کې زندانيان لرو، په ګوانتنامو کې هم. موږ خپل زندانيان بايد د هغوی په بدل کې آزاد کړو.»

د امريکا متحده ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت د وياند ويدانت پاتېل، په حواله د افغانستان له پاره د امريکا ځانګړي استازي توماس ويست، او د افغان ښځو او بشري حقونو له پاره د امریکا ځانګړې استازې رينا امیري، په مستقيم ډول له طالبانو سره ليدلي دي.

پاتېل، د سه شنبې په ورځ وويل چې «لوېديځ په افغانستان کې په ناحقه د زنداني شويو امريکايي اتباعو د سملاسي او بې قيد او شرطه آزادولو باندې ټينګار کوي.»

کله چې له پاتېل، وپوښتل چې آیا په دې مورد کې کوم پرمختګ هم شوی او که څنګه، نو نوموړي وويل چې موضوع «اوس يوازې ياده شوې ده.»

له دې دوو امريکايانو څخه چې انګیرل کيږي له کابو دوو کلونو راهېسې د طالبانو له خوا بنديان شوي دي، يو یې ريان کوربت، دی چې د ۲۰۲۲م کال د اګست پر ۱۰مه نیټه افغانستان ته تر ستنېدو وروسته تښتول شوی وو. نوموړي له خپلې کورنۍ سره د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګېدو پورې هلته ژوند کاوه.

کوربت، په يوه ۱۲مياشتنۍ اعتبار لرونکې ویزه باندې افغانستان ته تللی وو څو د ده له خوا د پيل شوي يوه تجارت په چوکاټ کې خپل همکاران وروزي او پېسې ورته ورکړي.

کوربت، له هغه وخت راهېسې له يوه زندان څخه بل ته ليږدول شوی دی، خو د وکيلانو په خبره یې د تېر میلادي کال له دسمبر مياشتي راهېسې پر هغو کسانو سربیره چې ورسره زندانيان دي، بل چا نه دی ليدلی.

د ښځو د سختو اعتراضونو سربیره د دوحې دریمه غونډه پیل شوه

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو د ادارې استازو په دوحه کې د يکشنبې او دوشنبې په ورځو د ملګرو ملتونو له خوا په رابلل شوې يوه غونډه کې ګډون کړی وو. دا غونډه له افغانستان سره پر تعامل باندې متمرکزې وه. خو د ملګرو ملتونو يوه چارواکي د دوشنبې په ورځ وويل چې دې غونډې ته بايد د طالبانو د حکومت په رسميت پيژندلو په سترګه ونه کتل شي.

په دې غونډه کې د يو شمير هېوادونو استازو برخه اخيستې وه. طالبانو د دوحې لومړۍ غونډې ته بلل شوي نه ول او د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوتېرش، د دوحې د دويمې غونډې پر وخت چې د روان میلادي کال په فيبرورۍ میاشت کې جوړه شوې وه، ويلي ول طالبانو په دې غونډه کې د ګډون له پاره د نه منلو وړ شرطونه ايښي دي.

خو د دوحې د دريمې غونډې تر مخه د افغان ښځو استازې په غونډه کې له ګډونه بې برخې شوې او په دې توګه طالبانو ته لاره هواره شوې وه چې خپل پلاوی واستوي. خو د غونډې همغږي کوونکو ټينګار کاوه چې د ښځو حقونو مسئله هم بايد په غونډه کې راپورته شي. 

مجاهد، په کابل کې د خبري ناستې په ترڅ کې وويل چې د مختلفو هېوادونو له استازو سره د ليدنې کتنې فرصت ورته برابر شوی وو او دوی ۲۴ حاشيوي ناستې درلودلې.

نوموړي زياته کړې چې د طالبانو پيغامونه په غونډه کې «ګډون درلودونکو» هېوادونو ته ورسېدل. هغه وويل چې افغانستان له شخصي سيکتور سره همکارۍ ته اړتيا لري او له نشه يي توکو سره په مبارزه بوخت دی.

ذبيح الله مجاهد، زياته کړه: «اکثره هېوادونو په دې برخو کې همکارۍ ته رضامندي څرګنده کړې ده.»

تر اوسه د نړۍ يوه هېواد هم افغانستان په رسميت نه دی پیژندلی او ملګرو ملتونو هم ويلي دي چې په رسميت پيژندل به عملاً تر هغه وخت امکان ونه لري څو طالبان د ښځو پر کار او زده کړو بندیز ته دوام ورکوي.

ب. ص/ ن. ز (AP)