1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالبانو او افغان حکومت د بنديانو پر آزادولو خبري وکړې»

۱۳۹۹ فروردین ۴, دوشنبه

زلمي خليلزاد ويلي دي چي د افغان حکومت او د طالبانو تر منځ په قطر کي خبري د يکشنبې په ورځ پېل سوې. د خبرو موضوع د بنديانو تبادله ياده سوې ده.

https://p.dw.com/p/3ZtRo
US-Sondergesandter Khalilzad für Afghanistan
انځور: Getty Images/AFP/K. Jaafar

د امريکا د بهرنيو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد ويلي چي د افغان حکومت استازو او طالبانو د سکايپ له لاري تر دوه ساعته څخه زياتي خبري اتري وکړې. نوموړي په خپل ټويټر پيغام کي ليکلي چي دغه خبري اتري مهمي جدي او تفصيلې وې.

د خليلزاد د ټويټ له مخي دغه خبري اتري چي د قطر او د امريکا د متحده ایالاتو د حکومت په منځګړيتوب ممکنه سوي، موضوع يې د بنديانو د آزادولو تخنيکي اړخونه ول.

د خليلزاد په وينا هر څوک په دې پوهيږي چي د کرونا ويروس له کبله رامنځ ته سوي ګواښ د بنديانو د آزادولو موضوع لا مهمه کړې ده. د هغه په وينا دغه خبري اتري د ويډيويي کانفرانس له لاري تر سره سوې.

د خليلزاد ټويټ پيغام په داسي حال کي خپريږي چي د څو ورځو راهيسي د افغان طالبانو او افغان حکومت تر منځ تماسونه درېدلي ول. هغه تړون چي د جنورۍ په ۲۹مه نېټه د طالبانو او متحده ایالاتو تر منځ لاسليک سوی ؤ، پکښي د   ۵۰۰۰ طالب بنديانو خوشي کېدنه د بين الافغاني خبرو اترو له پاره يو مخکنی شرط بلل سوی ؤ. دا په داسي حال کي چي طالب بنديان د افغان حکومت له پاره پر طالبانو د فشار راوړلو مهم اوزار بلل کيږي.

په عيني حال کي مرستندويه سازمانونه په افغانستان کي د کرونا ويروس له ممکنه خپراوي څخه اندېښمن دي. طالبانو د کرونا سره په مبارزه کي د همکاري خبره کړې ده. د يکشنبې په ورځ په ورځ د دې پخلی وسو چي په افغانستان کي ۳۴ کسان په ياد ويروس اخته سوي دي. خو اټکل کيږي چي د کويد ۱۹ په ويروس د اخته سوو افغانانو شمېر ښايي لا ډېر وي.

AG/AWA/NZ