1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان:هغه کسان نیول سوي چي ترکيې ته دانتقال اوازې يې خپرولې

۱۴۰۱ بهمن ۲۷, پنجشنبه

د طالبانو یوه چارواکي ویلي دي چي استخباراتو يې څو تنه په دې تور نیولي دي چي ترکيې ته د عامو خلکو د انتقال اوازې يې خپرولې. تېره اوونۍ دغه اوازې د دې سبب سوې چي زیات خلک کابل هوايي ډګر ته ورغلل.

https://p.dw.com/p/4NaJD
Afghanistan | Taliban Kämpfer
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

د طالبانو په اطلاعات او کلتور وزارت کي د رسنیو د څار او نظارت مشر عبدالحق حماد وايي، د استخباراتو ریاست هغه کسان نیولي دي چي د کابل له هوايي ډګره ترکيې هیواد ته د خلکو د انتقالولو اوازې يې خپرې کړي وې.

د طالبانو دغه چارواکي نن پنجشنبه پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، استخباراتو پر اوازه خپرونکو سربېره یوشمېر هغه کسان هم نیولي دي چي ځانونه يې د طالبانو غړي معرفي او دکابل هوايي ډګر مخ ته يې ورغلي خلک په هوايي ټکانو بېرولي او سپکاوی يې ورته کړی دی. 

اړوند: د کابل هوايي ډګر ته بيا ولي خلکو ورمات شوي ول؟

د تېري چهارشنبې په شپه کابل هوايي ډګر د زیاتو هیوادوالو د ورتګ شاهد ؤ. 

په انځورونو کې: د کابل د ایستلو ماموریت
په انځورونو کې: د کابل د ایستلو ماموریتانځور: AP Photo/picture alliance

دغه افغانان د هغي اوازې پر بنسټ هلته ورغلي ول، چي ګواکي د زلزله ځپلو سره د مرستي په موخه ترکيې هیواد ته بیول کیږي.

هغه ویډیوګاني او عکسونه چي په ټولنیزو رسنیو کي خپاره سوي، لیدل کېږي چي د طالبانو نظامي کسان په خطايي ټکانو او کرکجن چلند د کابل هوايي ډګر له مخه ورغلي خلک شړي. 

د ټولنیزو رسنیو یوشمېر کارکوونکو دغي پيښي ته په غبرګون کي لیکلي ول، په افغانستان کي د طالبانو ترواک لاندي حالت داسي تریخ دی چي ان خلک غواړي زلزله ځپلو سیمو ته لا هم ځیني ولاړ سي. 

اړوند: ترکیې د کابل هوايي ډګر د چارو سمبالولو له پاره شرط ايښی

ترکیه د هغو ډېرو افغانانو له پاره چي غواړي په غیري قانوني ډول اروپا ته کډوال سي د تېرېدو یوه لاره ده. 

د کابل نړيوال هوايي ډګر
د کابل نړيواله هوايي ډګرانځور: Hector Retamal/AFP

په عام ډول افغانان د ایران له لاري ترکيې، بیا یونان او وروسته نورو اروپايي هیوادونو ته ځانونه رسوي. ځیني وختونه ترکیه په دغه هیواد کي پاته کډوال بیرته افغانستان ته شړي.