1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: په مزار شریف کې چاودنې ۶ کسان وژلي

فريدالله ظاهر
۱۴۰۱ آذر ۱۵, سه‌شنبه

دغه چاودنه د سه شنبې په ورځ د دسمبر په ۶ مه د بلخ ولایت مرکز د مزار شریف ښار په درېیمه ناحیه کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/4KXaK
Afghanistan Terroranschläge
انځور: Kawa Bashart/Xinhua News Agency/picture alliance

د طالبانو یوه امنیتي مسؤل ویلي، چې دا د سړک غاړې یو ماین و او هغه موټر پکې په نښه شوی، چې سهار وخته یې دولتي کارکوونکي لیږدول.

د بلخ لپاره د طالبانو ادارې د امنیې قوماندانۍ ویاند محمد آصف وزیري وایي، چې په دې چاودنه کې شپږ کسان وژل شوي او ۷ نور کسان ټپیان شوي دي.

د طالبانو دغه ویاند وایي، ماین په یوه لاسي کراچۍ کې ځای پر ځای شوی و او هغه وخت چاوديدلی، چې یوه بس د حیرتان د نفتو او ګازو ادارې کارکوونکي لیږدول. 

تر اوسه هیڅ وسله والې ډلې د دغه برید مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی.