1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان ایران کې د ګاونډیو هیوادونو غونډې ته نه دي وربلل شوي

۱۴۰۰ آبان ۳, دوشنبه

ايران وايي چې د افغانستان په اړه به د خپلو څلورو ګاونډي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضوري او د چین او روسیې د استازو په مجازي ډول کوربه وي.

https://p.dw.com/p/428bi
Russland I Konferenz mit den Taliban in Moskau
انځور: Sergei Bobylev/TASS/dpa/picture alliance

ايران وايي چې د افغانستان په اړه به د خپلو څلورو ګاونډي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په حضوري او د چین او روسیې د استازو په مجازي ډول کوربه وي.

د طالبانو ویاند وایي په دغې غونده کې ګډون نه کوي خو ایرانۍ رسنۍ وایي طالبان دغې غونډې ته نه دي بلل شوي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی دی چې ټاکل شوې ده د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د راتلونکې چهارشنبې په ورځ (اکتوبر ۲۷مه ) په تهران کې جوړه شي.

په دغه غونډه کې به د پاکستان، تاجیکستان، ترکمنستان او ازبکستان د بهرنیو چارو وزیران په حضوري ډول او د چین او روسیې استازي د ویډیویې کنفرانس له لارې یو ځای وي.

تر دې دمه معلومه نه ده چې د دغو دوو هیوادونو استازي به په کومه کچه وي.

تهران وایي د دغې غونډي هدف په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړښت له پاره هڅه ده.

دا د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو دویمه غونډه ده چې لومړۍ هغه یې په سپتمبر میاشت کې د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې د پاکستان په کوربتوب ترسره شوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تهران د غونډي هرکلی کړی دی او ویلي يې دي چې د دوی چارواکي په دغه غونډه کې ګډون نه کوي.

تر دې مخکي د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر خیرالله خیرخواه ویلي ول چې تر دې دمه طالبانو په دغه غونډه کې د ګډون په اړه کومه پریکړه نه ده کړې.

خو ایراني رسنیو چې یوه هم فارس خبرپاڼه ده، ویلي دي چې طالبان اصلاً دغې غونډې ته وربلل شوي نه دي.

د تهران غونډه د مسکو تر غونډي یوه اونۍ وروسته رابلل شوې ده. د مسکو په غونډه کې چې طالبانو هم پکښې حضور درلود، په ګډه اعلامیه کې يې دغې ډلې ته " لنډمهاله حکومت" نومول شوې وه او غوښتنه ترې شوې وه چې بشري په تیره بيا د ښځو حقونه رعایت کړي.

د سيمې قدرتونه به د «سيمه ایز ثبات» له پاره له طالبانو سره ګډکار وکړي

خو د ایران استازو د مسکو په غونډه کې ادعا وکړه چې له اعلامیې خبر نه وه او نه یې هم پرې هوکړه کړې وه.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت د لویدځې اسیا څانګي عمومي مشر رسول موسوي چې د مسکو په غونډه کې د ایران د ولسمشر د استازي له مشر سره ملګری وو، په خپله تویټر پاڼه کې په دغه کنفرانس کې له " کمزوري مدیریته" ګیله درلوده.

یو شمیر سیاسي شنونکي وایي چې د ایران نارضایتي په افغانستان کې د شیعه مذهبو وګړو د برخې په اړه وه. ایران تر دې دمه د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه څه نه دي ویلي.

مسکو: د رسميت پېژندنې اصلي شرط د بشري حقونو رعايت دی