1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان پر فساد د تورنو پخوانیو چارواکو دوسیې راسپړي

محمد اسماعیل شاکر
۱۴۰۰ اسفند ۱۲, پنجشنبه

د طالبانو د حکومت کابینې پریکړه کړې چې په فساد د تورنو پخوانیو چارواکو دوسیې به وارزوي خو یو شمېر څارونکي بیا ددې بهیر د شفافیت په اړه اندېښمن دي.

https://p.dw.com/p/47xDc
Gebündelte Hundertdollarscheine Geldstapel
انځور: Stefan Klein/imagebroker/picture alliance

د طالبانو د حکومت کابینې د پریکړې پربنسټ، لویه څارنوالي باید په دې اړه خپل رپوټ چمتو کړي. د طالبانو د وزیرانو شورا په اعلامیه کې په دې اړه راغلي: «لویې څارنوالۍ ته دنده وسپارل شوه چې په دې اداره کې موجودې د پخوانیو په فساد ککړو چارواکو د دوسیو د برخلیک ټاکلو په اړه څیړنه وکړي او بشپړ راپور یې د کابینې مجلس ته وړاندې کړي.»

په اعلامیه کې نور جزیات نه دي ورکړل شوي او دا هم نه ده څرګنده چې په لویه څارنوالۍ کې به د پخوانیو چارواکو څومره قضیې بې برخلیکه پاتې وي. طالبانو دا هم نه دي ویلي چې د هغو پخوانيو چارواکي په حق کې څه کوي، چې په  فساد تورن ول خو اوس له هېواده بهر دي. 

 یو شمېر کتونکي د طالبانو ددې پریکړې هرکلی کوي او ټینګار یې دادی چې له ټولو هغو سره باید حساب وشي چې په تېرو شلو کلونو کې یې فساد کړی او د افغانستان ملي شتمني یې لوټ کړې ده.

په کابل کې د یوه حقوقي بنسټ د حقوقي څېړنو مدیر غلام فاروق نورزي دویچه ویله ته وویل: «اسلامي امارت چې د پخوانیو چارواکو دوسیې څیړي او یا یې راسپړي دا کوچنی کار دی، باید سم دم یې له اروپا راوغواړي او دلته یې زندانونو ته واچوي.»

خو د ځینو کتونکو پر باور ترټولو بنسټيزه ستونزه داده چې واک ته د طالبانو له رسېدو سره سم ټول زندانونه مات شول او اوس له پخوانیو زندانیانو هیڅوک یې په زندانونو کې نشته. یوه بله ستونزه چې د طالبانو دا پریکړده ننګولی شي، هغه عمومي عفوه ده چې طالبانو پخوا اعلان کړې.

د افغانستان په مالیي وزارت کې د فساد په اړه رپوټ

د افغانستان د حقوقپوهانو د اتحادیې مرستیال عبدالسبحان مصباح دویچه ویله ته وویل: «که بحث کیږي چې پخواني مجرمین تر تعقیب لاندې راځي نو په دې کې بیا لازمه ده چې ټول تعقيب شي، کله چې د عدالت بحث کیږي بیا په هغې کې طالبان هم راځي ځکه دوی په تېرو شلو کلونو کې جنګي جرمونه کړي، بشري حقونه یې نقض کړي او ولس ته باید ځواب ووايي.»

ښاغلی مصباح زیاتوي شک نشته چې ښايي طالبان د پخوانیو دوسیو د څېړنو په پلمه عقدوي چلند وکړي چې د هغوی دا کار به د عمومي عفوې سره په ټکر کې وي.

یو بل حقوقي شنونکي اسماعیل شیرزی که څه هم د طالبانو له دغه اقدام هرکلی کوي، خو ټینګار یې دادی چې د فساد دوسیو په څېړنو کې دې بشپړ شفافیت رعایت شي. هغه زياتوي: «تېرو شلو کلونو کې بیلیونونه ډالر راغلل خو مفسدو چارواکو جیبونو ته واچول، دا خلک باید محکمې ته راکش شي، خو دا پروسه باید په شفاف ډول پرمخ ولاړه شي باید شخصي دښمني ونه پالل شي.»

افغان چارواکو ته د امریکا د سفارت خبرداری: فساد بند کړی

شیرزی ټینګار کوي چې په فساد تورن که پخواني وي او یا هم اوسني چارواکي د دوسیو د څېړنې او ارزونې بهیر یې باید په مسلکي توګه مدیریت شي.

پخواني حکومت په فساد د تورنو جګپوړو چارواکو د محاکمې لپاره د فساد درنو جرمونو پرضد عدلي او قضايي مرکز جوړ کړی وو.

زموږ له آرشيف څخه: