طالبان: پر درمسال بریدکونکي وژل شوي
۱۴۰۱ خرداد ۲۸, شنبهتر دې وړاندې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند، عبدالنافع ټکور ويلي وو چې په حمله کې دوه کسان ټپيان شوي، خو د آلمان خبري آژانس په خپل تازه رپوټ کې د نوموړي له قوله ويلي دي چې په دغې حمله کې د یو سیک په ګډون لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي. هغه ويلي دي چې حمله کونکي هم وژل شوي دي.
د ټګور له قوله ويل شوي چې په سیمه کې د پاک کارۍ چارې ادامه لري چې په ترڅ کې ېې د دوو حمله کونکو جسدونه موندل شوي دي.
خو ځايي خلکو ويلي دي چې احتمال لري ډير کسان وژل او ټپيان شوي وي.
د آلمان خبري آژانس د افغانستان په پخواني پارلمان کې د افغان اهل هنود د استازې انارکلي هنریار له قوله لیکلي دي چې حمله کونکي د کابل ښار په کارته پروان سیمه کې واقع، درمسال ته د ورودي دروازو له لارې داخل شوي او بیا ېې لاسي بمونه غورځولي دي.
په لومړنيو رپوټونو کې هم ويل شوي چې په سیمه کې د څو چاودنو او بیا د ډزو غږونه اوریدل شوي دي.
پر ټولنیزو رسنیو د پيښې اړوند په خپرو شوو انځورونو او ويډيوګانو کې ښکاري چې د يو ساختمان څخه آسمان پر لور لوږی پورته کيږي. په ورته وخت کې د سيکهانو عبادت ځای ته نژدې د یو چاودلي موټربم انځورونه هم خپاره شوي دي. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکې ويلي وو چې د دغه موټر بم په چاودنه کې چا ته زیان نه دی رسیدلی.
په سملاسي توګه د دغې حملې مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی خو تر دې مخکې داعش ډلې دې ته ورته بریدونه ترسره کړي دي.