1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان ولې د ښځینه مامورینو پر ځای د هغوی د کورنۍ غړي غواړي؟

۱۴۰۱ تیر ۲۹, چهارشنبه

د طالبانو سرپرست حکومت د مالیې وزارت له خپلو ښځینه مامورینو غوښتي دي چې د ځان پر ځای د خپلې کورنۍ نارینه دغې وزارت ته وروپېژني، چې د هغوی پر ځای یې وګوماري.

https://p.dw.com/p/4EOig
Afghan journalists demonstrate in Islamabad
انځور: Shukria Sediqi

د طالبانو مالیې وزارت او نورو ادارو د جمهوریت له پرځولو وروسته مېرمنو ته پر کور « ډېر کم» معاش ورکاوه او هغوی یې په ډېرو مواردو کې یوازې د حاضرۍ امضا کولو ته ورغوښتلې.

د مالیې وزارت د عوایدو د ریاست یوې برحاله مامورې د نوم او غږ نه خپرولو په شرط دویچه ویله ته وویل، کابو يوه میاشت کيږي چې د عوایدو له ریاسته ورسره اړیکه نیول شوې او ورته ویل شوي چې د خپلې کورنۍ یو نارینه دې د ځان پر ځان دغې ریاست ته وروپېژني، که نه دنده به له لاسه ورکړي.

دغه مېرمن چې تر ماسترۍ زده کړې لري او د کور یوازینۍ سرپرسته ده وايي، که دنده له لاسه ورکړي، د هغې او د درېو ماشومانو پر ژوند به یې منفي اغېز وکړي: «زه نه غواړم وظیفه مې له لاسه ورکړم. ما ډېره خواري کړې، زده کړې مې کړي او دلته مې کار کړی دی. که وظیفه مې له لاسه ورکړه، زما او زما د ماشومانو ژوند خرابېږي. زه د کور مصارف بیا له کومه کړم.»

هغې وویل، له تېرو څو میاشتو راهیسې پر کور ده او یوازې د حاضرۍ امضا کولو له پاره خپل دفتر ته ځي.

د مالیې وزارت یوې بلې برحاله مامورې چې له کلونو راهیسې په دغه وزارت کې کار کوي، د نوم نه ښودلو په شرط دویچه ویله ته وویل، که څه هم په شخصي ډول دې ته څه نه دي ویل شوي، خو طالبانو د هغې له ډېرو ښځینه همکارانو غوښتي چې د خپلې کورنۍ نارینه دې دندو ته معرفي کړي؛ که نه، دوی به یې له دندو ليرې کړي.

هغې وویل، دا کار د دوی پر ژوند منفي اغېز لري او طالبان په دې بهانې ښځینه مامورینې له دندو منفکوي.

نوموړې برحالي مامورې وویل، د طالبانو په دې اقدام سره د کور یوازنیو سرپرستو مېرمنو ته لویې ستونزې جوړېدای شي.

د مالیې وزارت پر پالیسو د نظارت پخوانۍ رئیسه مونسه مبارز دویچه ویله ته وویل، د طالبانو د حکومت له پیله تر شپږو میاشتو هغې په حضوري ډول دنده نه ده کړې او پر کور معاش ورکول کېد، خو په وروستیو میاشتو کې یې په یوه او بله پلمه د دوی معاش نه ورکاوه او بالاخره یې له دندې منفک کړه.

ملګرو ملتونو پر دوو جګپوړو طالب چارواکو سفري بندیز وضع کړی

هغې وویل، اوس تازه خبره شوې، چې د مالیې وزارت له مېرمنو غوښتي چې د خپلې کورنۍ نارینه د دوی پر ځای دندو ته وروپېژني او دوی له دندو لېرې کړي.

مونسه مبارز چې اوس د مېرمنو د حقونو له پاره مبارزه کوي وايي، طالبان په دې کار سره مېرمنې له ټولنې محوه کوي او دا کار د ښځو پر ژوند منفي اغېز کوي.

مونسه مبارز وايي، طالبانو مالیې وزارت مامورینو ته یوازې د حاضرۍ امضا کولو اجازه ورکوله، په داسې حال کې چې څو ټوپکوال به یې شاوخوا ولاړ و او د هغې په ټکو، «د حاضرۍ امضا کولو به هم یو نظامي حالت» غوره کړی و.

نوموړې وايي، طالبان د مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کوي او دا ډله د ښځو حقوقو ته ژمنه نه ده.

مالیې وزارت په یوې خبرپاڼې کې چې د سې شنبې په ورځ ناوخته خپره شوه، ظاهرآ دا خبره رد کړې، چې ګنې دې وزارت خپلې ښځینه مامورینې له دندو ګوښه کړي او پر ځای یې د هغوی د کورنۍ نارینه غړي ګومارلي دي.

په اعلاميه کې په روښانه ډول دا ذکر شوي چې د مالیې وزارت د عوایدو ریاست ښځینه کارکوونکیو ته واک ورکړل شوی، چې د کاري فشار کمولو په موخه کولی شي د خپلې کورنۍ نارینه غړي دوی ته وروپېژني.

په خبرپاڼه کې راغلي: «د مالیې وزارت اړوند یوازې د عوایدو عمومي ریاست د کاري فشار راکمولو او د چارو د چټکتیا په موخه خپلو ښځینه کارکوونکیو ته اختیار ورکړی، چې کولای شي د خپلې کورنۍ کوم نارینه غړی د خپل ځای ناستي په صفت یاد ریاست ته ور معرفي کړي، څو د یاد ریاست په ورځنیو چارو کې ځنډ واقع نه شي.»

پوښتنه داده، چې طالبان د مسلکي مامورینو پر ځای د هغوی د کورنۍ غړي د کوم معیار او اساس له مخې ګوماري، په دې اړه د طالبانو د مالیې وزارت چارواکیو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

ملګري ملتونه: طالبان دې د ښځو حقونه رعایت کړي

خو د مدیریت د برخې کارپوهان د طالبانو دا کار غیرمسلکي او ناسم بولي او وايي چې دا چاره د اداري کارونو پر مخ خنډونه جوړولی شي.

عبدالوافي نایبزي په دې اړه دویچه ویله ته وویل، په اداره کې تخصص او کاري تجربې ته په کتو د یوه شخص پر ځای نابلده او غیرمسلکي کس ګومارل ادارې ته په زیان تمامېږي او د کارونو پر مخ خنډونه رامنځته کوي: «دا څو زیانونه لري. په لومړي سر کې خپله ادارې ته زیان رسي. کوم اهداف چې ادارې ټاکلي وي، لاس ته نه راځي. مراجعینو ته خدمات په خپل وخت نه رسي. کیفیت یې راټیټیږي. د مراجعینو او ادارې تر منځ واټن رامنځته کېږي. اداره مالي زیان هم ويني.»

د بشري حقونو سازمان د مېرمنو د برخې یوې مرستیالې سحر فطرت ګارډین ته ویلي: «طالبان د مېرمنو د له منځه وړلو مخینه لري، نو پر دې اساس دا نوې او د تعجب وړ موضوع نه ده.»

هغې ویلي دي چې په اوسني افغانستان کې ښځې یوازې د مال حیثیت لري، چې د کورنیو او نارینه و د عزت نښه ګڼل کېږي او په نارينه وو پورې تعلق لري.

اوس په افغانستان کې یوازې روغتیايي کارکوونکې او ښوونکې کولی شي دندو ته ولاړې شي؛ خو طالبانو هغوی ته هم د «شرعي حجاب» پر سر کولو امر کړی.

طالبانو ویلي دي چې د اسلام په چوکاټ کې د ښځو د کار او دندو مخالف نه دي او د وخت په تېرېدو سره به یې دندو ته وروغواړي، خو له مالیې وزارته د راپورته شويو خبرونو په خپرېدو سره مېرمنو ته نورې اندېښنې پیداشوي دي.

دغې ډلې ویلي دي چې د روغتیا برخې، پوهنې، هوايي ډګرونو او پاسپورت ریاست ښځینه کارکوونکې یې دندو ته پريښي دي.

دا کار وروسته له هغې کېږي چې د افغانستان اقتصاد مخ پر ځوړ دی او د کار کمښت خلک؛ په ځانګړي ډول د کور سرپرستې مېرمنې له سخت اقتصادي حالت سره مخ کړي دي.

امید دیدار