1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

طالبان وايي چې د بهرنیانو په شتون کې سوله نه کوو

۱۳۹۷ مرداد ۲۷, شنبه

طالبانو ویلي چې په افغانستان کې به تر هغه پورې سوله رانشي څو چې په دې هیواد کې «اشغال» ادامه ولري. طالبانو پر هغه موقف ټینګار کړی چې وايي د افغانستان جګړه له امریکا سره د خبرو له لارې پای ته رسیدلی شي.

https://p.dw.com/p/33MAp
Afghanistan Talibanführer Mullah Haibatullah
انځور: Imago/Xinhua

 د لوی اختر په مناسبت د طالبانو مشر هیبت الله اخندزاده د یوې خپرې شوې اعلامیې له لارې ویلي چې دغه ډله به خپل «اسلامي هدف» ته چې د ده په وینا د جګړې پای او د افغانستان ځمکني بشپړتیا ته، ژمن پاتې شي.

طالبانو په وروستیو کلونو کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړې او د هیواد په کچه یې د یو شمیر ولسوالیو کنترول په لاس کې نیولی. دغې ډلې همدا راز په وروستیو وختونو کې د افغانستان په کچه خپلو پراخو او خونړیو بریدونو ته هم زور ورکړی چې تر ټولو وروستۍ هڅه یې د غزني د نیولو په موخه د دغې ډلې برید په ګوته کیږي.

Afghanistan Taliban Kämpfer
انځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

دا په داسې حال کې ده چې یو کال وړاندې د امریکا ولسمشر دونالد ترامپ اعلان وکړ چې هغه به د طالبانو د ځپلو په موخه افغانستان ته لا ډیر امریکايي سرتیري ولیږي. له هغې مودې راهیسې، د طالب یاغیانو په بریدونو کې زیاتوالی راغلی او دغې ډلې هم د جګړې په ډګر کې او هم په سیاسي برخه کې پرمختګونه لرلي.

طالبانو د روانې میاشتې په پیل کې ازبکستان ته یو پلاوی ولیږه ترڅو د دې هیواد له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره بحث او خبرې وکړي. سربیره پر دې د طالبانو یو شمیر استازو د قطر په پلازمینه دوحه کې له امریکايي چارواکو سره هم لیدلي چې د طالبانو په خبره دغه خبرې ابتدایي وې. امریکا متحده ایالاتو بیا دغه خبرې نه تائید او نه هم رد کړي دي.

Katar Doha Taliban Vertretung
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Faisal

سربیره پرې د روانې اونۍ په پیل کې د طالبانو جګپوړي سیاسي چارواکي شیر محمد عباس ستانکزي د یوه پلاوي په مشري اندونیزیا ته سفر وکړ. د طالبانو د یوې اعلامیې په حواله چې د اسوشیتید پریس خبري آژانس ته یې لیږلې، د دوی استازو د اندونیزیا د سفر پرمهال د دغه هیواد د بهرنیو چارو له وزیر، د اندونیزیا د ولسمشر له مرستیال او نورو چارواکو سره ملاقاتونه کړي.

بل لوري ته بیا طالبانو تل له افغان لوري سره د سولې د خبرو پیل کول رد کړي او غواړي چې د افغانستان د جګړې د پای په موخه له واشنګټن سره مستقیمې خبرې وکړي. دغې ډلې همدا راز ویلي چې دوی د سیمې امنیت ته ژمن دي او دا چې دوی به نورو هیوادونو ته کوم تهدید پیښ نه کړي. خو د دې ټولو خبرو ترڅنګ طالبان بیا له افغانستان څخه د ناټو او امریکايي ځواکونو د بشپړ وتلو غوښتنه کوي.