1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان وايي په افغانستان کي لويي قومي پريکړي نه مني

عتيق الله مطمئن
۱۴۰۱ مهر ۱۸, دوشنبه

په افغانستان کې د شته ټولنیزو دودونو له امله ځینې سیمه ایزې شخړې د قضايي ارګانونو پر ځاى د قومي پرېکړو له لاري حل کیږې هغه څه چې خلګ یې پر وړاندي مثبت او منفي نظرونه لري خو طالبان وايي څوک حق نه لري چي لويي پريکړي وکړي.

https://p.dw.com/p/4HyV9
Treffen afghanischer Stammesältester in Khost
انځور: DW/F. Zahir

افغانستان هغه هیواد دی چې سیمه ایزې او کورنۍ شخړې پکې د خلکو ترمینځ یوه لانجمنه موضوع ده، حتی په ځینو مواردو کې همدا شخړې د خطرناکو او خونړیو جګړو لامل ګرځي.
دا چې ولي ځيني کسان حتی حقوقي شخړي د ملکانو، دیني علماوو او قومي مشرانو جرګې ته وړاندي کوي د بادغیس اوسېدونکی ملک موسې خان وايي چې په افغاني ټولنه کي خلک پر قومي مشرانو باور لري او د قومي مخورو ډیري پریکړي د کاڼي کرښې په شان دي. 
هغه وايي یوه بله موضوع چې تر ډېره په کلیوالي سیمو کي خلګ ترې ناراضه دي هغه د دولتي چوکاټ اوږده پروسه ده چې فیصلې پر وخت نه کیږې او لانجې په کلونو کلونو نه حليږي: «زموږ په جوند ولسوالۍ کي د ځمکې پر سره یو جنجال شل کاله دوام وکړ دوه مړي پکې شوې څو کاله کیږي حکومتونه ونه توانیدل چې خلګ راضي کړي دا موضوع درې میاشتې مخکې علماوو او قومي مشرانو ته وړاندي شوه موږ داسې یوه پرېکړه وکړه چې دواړه خواوې ترې راضي وې اوس یو د بل تر څنګ په سوله کي ژوند کوي.»
خو د ټولنیزو چارو کارپوهان د شخړو او حقوقي موضوعاتو د حل له پاره قومي پرېکړي، د حکومت په زیان بولې او واېې چې دا کار په راتلونکي کې د دې لامل ګرځي چې حکومتي حاکمیت ضعیفه او پر عدلي اورګانونو د خلګو اعتبار کم کړي.

طالبان وايي د قومي جرگو له لارې د قضیو حلول نه مني.
طالبان وايي د قومي جرگو له لارې د قضیو حلول نه مني. انځور: Getty Images/Afp/Shah Marai

د پکتيکا والي: د امنيت لپاره مو د قومي مشرانو او ځوانانو شوراګانې جوړې کړې
په هرات کي د کاک نیکه ټولنیزې شورا غړی فیض محمد واېې چې په ټولنه کې له پخوا راهيسي په ليرې پرتو سیمو کي حکومتي حاکمیتونه کمزوري یا هیڅ موجود نه ول، خلګو عدلي او قضاېې اورګانونو ته لاسرسی نه درلود او قومي پریکړو ته غاړه ايښوول.
د هغه په خبره ګټه یې دا وه چې ډېرو شخړو پاې موندی خو تاوان یې بیا دا وو چې عدالت پکې په ډیرو مواردو کي تر پښو لاندي کیدې:
 «دا یقیني خبره ده چې په قومي پرېکړو کي عدالت نه تامین کیږې، د یوشمیر خلګو حقونه تر پښو لاندي کیږې، یوازي د همدې له پاره چې یوه شخړه پای ته ورسېږې هغه که د یو طرف په ګټه یا زیان وي د قومي پریکړو اکثره فیصلې د ستونزې د حل له پاره دي نه د عدالت د تامین، ځکه خو ویلای شوو چې عدالت تر ډیره بریده ترپښو لاندي کیږي»

آیا افغان حکومت د سولې په پروسه کې قومي اقلیتونه شامل کړي؟


د دیني چارو کارپوه قاري عیسی محمدي د با صلاحیته محکمې پرته د ژمن او مومن قاضي په نه شتون کي پرېکړې د شرعي نظره ناسمې بولې او واېې دا موږ منو چې پرېکړې به د خلګو د ښېګڼي په نیت تر سره کیږې، خو که یوڅوک پکې مظلوم واقع کیږي دا بیا په مجلس کي ناستو کسانو ته لویه ګناه ده: «دیني علما او قومي مشران هیڅکله د قانون مطابق پریکړې نشې کولاې که هغوی هرڅومره ښه خلک هم وي. دا بیخي د مولوي صاحب او قومي مخور وظیفه نه ده چې دوې عدالت تر سره کړي دوی د احترام وړ دي د حقوقي موضوعاتو حل یواځي د قاضي او مسلکي کسانو کار دی.» 

د خوست قومي مشران: ښوونځيو ته د نجونو تگ اجباري دی
خو د طالبانو د عدلېې وزارت وايي چې هيڅوک دا حق نه لري چې غټي پريکړي وکړي. د دغه وزارت ویاند مولوي عبدالحمید وايي چې دا په ټولنه کې يوه عامه او منل شوې خبره ده چې مسلمانان پکې د دو طرفو د خوابدۍ او وړو موضوعاتو د حل په نیت د خیر لاس پوري کوي. خو د لویو حقوقي او جزايي موضوعاتو حل او پریکړه یوازي د قضا سره ده بل هیڅوک دا حق نه لري چې پرېکړې وکړي.
هغه دويچه ويله ته وويل: «دا زموږ د امیرالمومنین فرمان دی چې په لویو مسایلو کي زموږ د ادارې په شمول دا حق له هیچا سره نه شته چې غټي فیصلې وکړي یا نارینه د ښځو په برخه کي داسې فیصلې وکړي چې د هغوی حقوق پکې ترپښو لاندي شي. یواځې محاکم د فیصلو او احکامو صدارولو حق لري، که بل څوک دا رنګه پرېکړه وکړي ورسره قانوني چلند کیږي.»