1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان نور وسلو سره تفريحي پارکونو ته د ننوتلو اجازه نه لري

۱۴۰۰ بهمن ۱۳, چهارشنبه

طالبان وايي چې د دوی جنګیالي نور د دې اجازه نه لري چې له خپلو وسلو، یونیفورم او وسایطو سره تفريحي پارکونو ته داخل شي. طالبانو همدارنګه د مطبوعاتو ملاتړ ښودلی خو وايي د بې اساسه رپوټونو خپرول له افغانانو سره دښمني ده.

https://p.dw.com/p/46PjF
Afghanistan Taliban Jahrmarkt
انځور: AFP/Getty Images/Wakil Kohsar

د طالبانو اکثره جنګیاليو د خپل ژوند ډيره برخه د افغانستان د پخواني حکومت سره په تیره شل کلنه جګړه کې تېره کړې ده، خو د تیرکال په اګست کې واک ته تر رسیدلو وروسته د دوی جنګیالي معمولا په ډله ايزه توګه پر تفريحي پارکونو او سيل ځایونو باندې ورمات شول.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د چهارشنبې په ورځ پر ټويټر ليکلي دي چې د دوی جنګیالي به نور د دې اجازه ونه لري چې له وسلو سره تفريحي پارکونو ته داخل شي: «د اسلامي امارت مجاهدین له وسلو، نظامي یونيفورم او وسايطو سره تفريحي پارکونو ته د ننوتلو اجازه نه لري.»

مجاهد خپلو جنګیاليو ته په خطاب کې ويلي دي چې دوی مکلف دي تر څو د تفريحي پارکونو ټول «اصول او لايحې» رعایت کړي.

طالبان چې په سخت دريځۍ او نه سازش کولو ېې شهرت موندلی په لومړي ځل يې د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ کلونو تر منځ پر افغانستان واک درلود. دوی په خپله لومړنۍ دوره کې سخت مقررات لګولي ول. 

خو په تیر اګست کې تر شل کلنې جګړې وروسته بیا واک ته تر رسيدلو وروسته يې هڅه کړې تر څو افغانانو او نړیوالو ته وښيي چې دوی اوس عصري او په سیاست کې يې نرمښت راوستلی دی.

Afghanistan Taliban Jahrmarkt
طالبان د قرغې په پارک کېانځور: AFP/Getty Images/Wakil Kohsar

پر طالبانو باندې نیوکه کيږي چې د بیان آزادي او رسنيو آزادي یې محدوده کړې ده.

طالبانو د حکومت یو بل ویاند بلال کريمي د چهارشنبې په ورځ پر خپل ټويټر له رسنيو څخه ملاتړ ښکاره کړی دی. هغه د ذبیح الله مجاهد له قوله لیکلي دي چې «رسنۍ د ملت غږ د دولت د مسئولینو غوږونو ته رسوي،» له همدې کبله د دوی حکومت د مطبوعاتو ملاتړ کوي.  

کریمي په عین حال کې د ګالوپ په نوم د يوې «غربي» رسنۍ هغه رپوټ ته غبرګون ښکاره کړی دی. هغه ويلي دي چي دغې رسنۍ داسې رپوټ ورکړی چې په افغانستان کې ۹۴ سلنه خلک له عذاب سره مخ دي. کريمي ليکلي: «موږ دا پروپاګند ردوو، په افغانستان کې جګړه او تلفات ختم شوي.»

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسیدو څخه شاوخوا شپږ مياشتي تیرې شوي دي. په دغه موده کې اقتصادي ستونزې ډيرې شوي او د ملګرو ملتونو سازمان په وار وار له افغانانو سره د عاجلو بشري مرستو غوښتنه کړې ده. خو کريمي وايي چې په افغانستان کې خلک آرام ژوند لري او اقتصادي ستونزې پخوا هم موجودې وې.

آ/م.ک.ص./ن.ز.