1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
دينآسیا

طالبان: نوروز نه لمانځو خو خلک هم ترې نه منع کوو

۱۴۰۱ فروردین ۱, دوشنبه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ويلي دي چې دوی د لمریز کال د لومړۍ ورځ عمومي رخصتي نه کوي، خو زیاتوي چې د خلکو له خوا د نوي کال جشن د لمانځلو مخنيوی هم نه کوي. نن د مارچ ۲۱مه د ۱۴۰۱ لمريز کال لومړۍ ورځ ده.

https://p.dw.com/p/48mUg
Nowruz Fest in Mazar-e Scharif
انځور: DW/H. Safi

د لمریزي جنترۍ په اساس د نوي کال لومړۍ ورځ یا د نوروز جشن په افغانستان، ایران او د منځنۍ اسیا هیوادونو کې لمانځل کیږي. د نوروز جشن په افغانانو کې یو مشهور عنعنوي جشن دی چې د کورنیو له خوا د یو لړ سنتي دودونو لکه د نوروزي ځانګړو خوړو په تیارولو سره لمانځل کیږي. په تیرو نظامونو کې د نوروز ورځ په رسمي توګه هم لمانځل کيده او عام خلک او کورنۍ بیا په دغه ورځ تر ډيره دښتو او زیارتونو ته د میلو له پاره وځي.

 د طالبانو د کار وزارت ویاند، محمد یونس صدیقي، رويټرز ته وويل چې د دوشنبې په ورځ به د نوروز جشن په نوم عمومي رخصتي نه وي، که چیرته ېې عام خلکو له خوا نوروز ولمانځل شي هم.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت یوه ویاند بیا ويلي دي چې د اسلامي قوانینو له مخې په دې ورځ عمومي رخصتي وجود نه لري، خو زیاتوي چې عام خلک په شخصي توګه کولی شي د نوروز یا د نوي کال ورځې جشن ولمانځي.

د یاد وزارت د نشریاتو څانګې مشر، عبدالاحد احمد وویل: «موږ په رسمي توګه نوروز نه لمانځو.» احمد زیاته کړه: « که چیرته خلک غواړي کوم څه ترسره کړي، موږ يې مخنیوی نه کوو.»

طالبان د تیرکال په اګست میاشت کې واک ته ورسیدل خو تر اوسه يې حکومت د کوم هیواد له لوري په رسمیت نه دی پيژندل شوی. ډيرو افغانان پر طالبانو د یو ټولشموله حکومت د جوړولو غږ کړی چې په هغه کې د افغانستان ټول اقوام خپل ځان وويني. د طالبانو د اوسني حکومت په اړه ويل کيږي چې تر ډیره د ېوه قوم څخه جوړ دی او په سرپرسته کابينه کې ېې ښځو ته ځای نه دی ورکړل شوي. خو طالبان بیا وايي چې دوی ټول هغه شرایط پوره کړي دي چې د رسمیت پيژندلو له پاره اړین وي.

سربیره پر دې چې مامورین باید د کال په لومړۍ ورځ خپلو کارونو ته ولاړ شي او د حکومتي پوهنتونونو محصلینو هم ويلي دي چې امتحانونه يې د دوشنبې ورځې له پاره تنظیم شوي، خو افغانان به لا هم جشن لمانځي.

رپوټ زیاتوي چې د کابل ښار په ځينو واټونو کې رنګين بیرغونه نصب کړل شوي دي. دغه راز د کابل ښار او په شمال کې د مزارشریف ښار د ځينو مسجدونو امامانو ويلي دي چې دوی د نورز عنعنوي میلې سنتي مراسمو ته چې په «جهنده بالا» شهرت لري، چمتوالی نيولی. خو دوی ويلي دي چې په دې اړه د طالبانو هدایاتو ته منتظر دي چې آیا دوی دغه کار وکړي او که نه.

ډيری افغانان نوروز جشن ته د یو تاريخي ارزښت په سترګه ګوري، خو ځینې افغانان بیا د دغه عنعنوي جشن له لمانځلو سره مخالف دي.

په اکسفورډ پوهنتون کې د افغانستان د تاریخ او خلکو پيژندې یوه پي اچ دي نومانده، ام. ابتکار وايي: «د پسرلي راتلل په موږ، زموږ په تاریخ، ادبیاتو، کلتوري خاطراتو، رواجونو او کلتوري میراثونو کې رېښې ځغلولي دي.»

هغه زیاتوي: «د نوروز لمانځل یو سیاسي عمل ګرځيدلی دی.»

(dpa)mks/nz