طالبان له کندزه پرشا شوي، خو په لښکرګاه کې جګړه توده شوې
۱۳۹۵ مهر ۲۱, چهارشنبهد کندز د ولایتي شورا غړي امرالدین ولي، ویلي دي: «د کندز ټول ښار اوس د دولتي ځواکونو په کنترول کې دی او ژوند ورو ورو بیرته د عادي کیدو په حال کې دي. دوکانونه هم په ځینو سیمو کې بیا پرانیستل شوي دي.»
د ولي، په خبره یاغیان له ځینو سیمو څخه پرته له جګړې پر شا شوي دي او سیمې یې افغان امنیتي ځواکونو ته پریښي دي.
خو ځينو نورو امنیتي چارواکو د نوم د نه بربنډولو په شرط ویلي دي چې له کندز ښار څخه د طالبانو پر شاتګ ښايي یو تکتیکي عمل وي. هغوی زیاته کړې ده چې دا کار کیدای شي سویلي هلمند ولایت ته د جنګیالیو د استولو او یا هم له کندز ښار څخه د ځانګړو ځواکونو د وتلو په موخه ترسره شوی وي.
طالبانو د تیرې دوشنبې په ورځ پر کندز ښار باندې برید وکړ. دغه ډله تیر کال هم په همدې وخت کې د دې ښار په نیولو توانیدلې وه.
ملګرو ملتونو ویلي دي چې د کندز جګړې د دې ښار لږ تر لږه ۳۵۰۰۰ ځایي اوسیدونکي بې ځایه کړي دي.
که له یوې خوا د کندز د ښار جګړه یو څه سړه شوې ده، خو د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کې جګړې زور اخیستی دی. طالبانو پر دغه ښار باندې له بیلابیلو اړخونو برید پیل کړی دی.
د چهارشنبې په شپه د ښار لږ تر لږه دوې سیمې د طالبانو تر بریدونو لاندي وې. له بلې خوا طالبانو ته د ځينو افغان ځواکونو د تسلمیدو خبرونه هم ورکړل شوي دي.
د هلمند د ولایتي شورا غړي راضيې بلوچ، ویلي دي: «د جګړې له توتیدو وروسته شاوخوا ۱۵۰ افغان امنیتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي دي.»