طالبان: له ټول افغانستان څخه د جګړې کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی
۱۴۰۰ مرداد ۲۵, دوشنبهرويټرز خبري آژانس له کابل څخه د طالب چارواکو له قوله ليکي وروسته له هغې چې تیره ورځ (د اګست ۱۵مه) د طالبانو د افغانستان پلازمينه کابل ښار ونیوه او د محمد اشرف غني په مشرۍ افغان حکومت وپرځيد، په ټول افغانستان کې د جګړې کوم رپوټ نه دی ورکړل شوی.
رويټرز ته د طالبانو یوه لوړپوړي چارواکي رويټرز ته ويلي دي: «زموږ د لومړنیو رپوټونو له مخې، وضعيت سولیز دی.» یاد طالب چارواکي د خپل نوم له ښودلو څخه ډډه کړې ده.
په افغانستان کې میشتو امريکايي او ناټو ځواکونو د می میاشتې په لومړۍ نيټه له افغانستان څخه د وتلو لړۍ پيل کړه چې دې سره جوخت طالبانو هم خپلو حملو ته زور ورکړ. دغې ډلې په لومړي سر کې د افغانستان ګڼ شمیر ولسوالۍ او په وروستيو اونیو کې د ولایتونو مرکزونه ونیول او تیره ورځ وتوانیدل چې پلازمينه کابل هم ونیسي.
د افغانستان ولسمشر تیره ورځ له کابل څخه په یوه الوتکه کې له دغه هیواد څخه ووت. هغه وروسته پر خپلې فیسبوک پاڼې وویل چې طالبانو د هغه استعفا غوښته نو که پر وړاندې يې دریدلی وی کابل کې ډيره وينه تويه شوې وه نو ځکه يې له افغانستان څخه د وتلو پريکړه وکړه.
خو د غني لومړي مرستيال امرالله صالح، تیره ورځ پر ټيوټر لیکلي وو، چې هغه به هيڅ کله طالبانو ته تسلیم نه شي. نوموړي تر دې پخوا هم په کراتو ویلي وو چې طالبانو سره به کار ونه کړي.
آ./م.ک.ص./ا.ا.