1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: له حکومتي بنده مو زندانیان آزاد شوي

۱۳۹۸ مهر ۱۵, دوشنبه

د طالبانو سرچینې وایي چې یو شمیر ملګري یې په افغانستان کې له زندانونو څخه آزاد شوي دي. د هغوی په خبره په آزاد شویو کسانو کې د طالبانو په نامه والیان هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/3Qold
Gefängnis Bagram Freilassung Kabul Afghanistan Archiv 2013
انځور: picture-alliance/dpa

دغه اعلان د طالبانو او امریکا تر منځ د نزدې نهایي شوي تړون تر لغوه کیدو څو اوونۍ او په پاکستان کې د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد، او طالبانو د استازو تر لیدنو څو ورځې وروسته کیږي.

د طالبانو یوه غړي دا هم ویلي دي چې ډلې یې درې هندي انجنران هم آزاد کړي دي. خو لا تر اوسه پورې دغه خبر کابل او نوي دهلي نه دی تائید کړی. د طالبانو دغو غړو د یکشنبې په ورځ د نوم د نه خپریدو په شرط خبرې کړې دي.

د طالبانو د دغو غړو په حواله د آزادو شویو کسانو په ډله کې د کونړ او نیمروز له پاره د طالبانو په نوم والیان شیخ عبدالرحیم او مولوي رشید، هم شامل دي. طالبان د افغانستان ډیرو ولایتونو ته تش په نوم والیان ټاکي چې د هغو سیمو مسوولیت پر غاړه لري چې د دغې ډلې تر کنترول لاندې وي.

د اسوشیتد پرس خبري آژانس د افغانستان د دفاع وزارت څخه په دې اړه د معلوماتو ورکولو غوښتنه کړې ده، خو افغان چارواکو له دې کار څخه ډډه کړې ده.

تر دې مخکې د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، تیره اوونۍ د طالبانو له مشر مرکچي ملا عبدالغني برادر، سره د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کې ولیدل. طالبانو ویلي دي چې پاکستان ته یې د سفر هدف د ۱،۵ میلیونه افغان مهاجرو د وضعیت په اړه بحث وو.

امریکايي چارواکو ویلي دي چې خلیلزاد ځکه پاکستان ته سفر کړی وو چې په سپتمبر میاشت کې د لومړي وزیر عمران خان، په ګډون له پاکستاني چارواکو سره د خپلو بحثونو په دوام خبرې اترې وکړي. امریکا ټینګار کړی دی چې خلیلزاد پاکستان ته له طالبانو سره د خبرو اترو د بیا پیلیدو په موخه نه دی تللی.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو او پاکستان تائید کړې ده چې خلیلزاد او طالبانو سره لیدلي دي.

دا په سپتمبر میاشت کې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو د خبرو اترو لغو کیدو وروسته، لومړی ځل دی چې خلیلزاد مخامخ له طالبانو سره ویني. که څه هم ترمپ له طالبانو سریه خبرې درولي دي، خو هغه بیا هم له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو ایستل غواړي.

که څه هم د طالبانو او خلیلزاد د لیدنې په اړه ډیر معلومات په لاس کې نه شته، خو داسې رپوټونه شته چې دواړو اړخونو د زندانیانو د تبادلې په اړه سره خبرې کړي دي. په دې کې د دوو هغو پروفیسرانو چې یو يې امریکايي او یو استرالیایي دی، آزادي هم شامله دي چې ویل کیږي د طالبانو په ولکه کې دي.

(ms/sr (ap