1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان د بهرنیو ځواکونو د وتلو لومړۍ کالیزه لمانځي

۱۴۰۱ شهریور ۹, چهارشنبه

په افغانستان کي حاکمو وسله والو طالبانو له دغه هیواد څخه د لوېدیځو ځواکونود وتلو لومړنۍ کالیزه ولمانځله. امریکا او متحدینو یې د تیر کال د اگست پر ۳۱مه په دغه هیواد کي خپل پوځي ماموریت پای ته ورساوه.

https://p.dw.com/p/4GFi4
Afghanistan | Taliban feiern ersten Jahrestag des Rückzugs der US Truppen
انځور: Ali Khara/REUTERS

طالبانو د چهارشنبې په ورځ د (اگست مياشتي ۳۱) د عمومي رخصتۍ د ورځي په توگه اعلان کړه. د چهارشنبه په ماښام لا د پلازمېني کابل آسمان په اورلوبو او رسام مرميو روښانه سوی وو.

د طالب جنگیالیو ځینو غړو د خوشحالۍ ډزي وکړې. د طالبانو په سلونو سپین بیرغونه چي کلمه ورباندي لیکل سوې ده، پر دولتي ودانیو او د سړک پر سر لویو څراغونو ځوړند کړای سوي دي.

د امریکا متحده ایالاتو او د هغې د متحدینو د تیر کال د اگست پر ۳۱ مه په افغانستان کي خپل پوځي ماموریت پای ته ورساوه. د امریکا متحده ایالاتو وروستي سرتیري د اگست د ۳۰/۳۱ په شپه له نیمې شپې څخه یوه دقیقه مخکې له دغه هېواده ووتل.

پوتڅل: طالبان د حکومتدارۍ له پراخو ننګونو سره مخامخ دي

په دې ډول د امریکا متحده ایالاتو له شلو کلونو وروسته، په تاریخ کي خپله هغه تر ټولو اوږده جگړه پای ته ورسوله چي د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر د ۱۱ مي ترهگرو بریدونو وروسته یې پیل کړې وه.

له افغانستانه د لوېدیځو ځواکونو تر وتلو دوې اونۍ مخکي، طالبانو د یوه چټک پرمختگ په نتیجه کي یو وار بیا واک ترلاسه کړ او په دې ډول یې لوېدیځ ته سخت توهین او شرم ورواړاوه. لویدیځو هیوادونو هڅه وکړه له دغه هیواده د یوې سختي گډوډۍ په جریان کي د الوتکو په مرسته د خپلو اتباعو او ځايي کارکوونکو راایستل پیل کړي.

که څه هم طالبانو په لومړي سر کي د خپلي تیري واکمنۍ په پرتله چي له ۱۹۹۶څخه یې تر ۲۰۰۱م کاله پوري دوام وکړ، د یوه معتدله چلند وعده ورکړه، خو په دا تیرو ۱۲ میاشتو کي یې په خاص ډول د ښځو او نجونو حقونه تر ډیره ځایه محدود کړي دي. د بشري حقونو سازمانونه د بې شمیرو سرغړونو په هکله رپوټونه خپاره کړي دي.

په افغانستان کې د خوارځواکۍ ناورين

سربیره پردې دغه هیواد له سخت بشري او اقتصادي بحران سره هم مخامخ سوی دی. تر اوسه پوري هیڅ هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

له سختو حالاتو سره سره بیا هم ډېر افغانان د لوېدیځو ځواکونو په وتلو خوشحاله دي. د زلمي په نامه د کابل یو اوسیدونکی وايي: « موږ ډیر خوشحاله یو چي الله دغه کافران زموږ له هیواده وایستل او اسلامي امارت رامنځته سوی دی». 

GP/NZ/AG