طالبان: لا درکه امریکايي قراردادي زموږ سره نه دی
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۱, یکشنبهنن د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مې میاشتې په ۱۰مه نیټه) طالبانو د اسوشیتید پریس خبري آژانس ته وویل چې د طالبانو او حقاني شبکې په لیکو کې تر پلټنو او پوښتنو وروسته دا معلومه شوې چې د روان میلادي کال په جنوري میاشت کې له افغانستانه لادرکه شوی د امریکايي پوځ پخوانی سرتیری او اوسنی قراردادي د دوی په بند کې موجود نه دی. زلمي خلیلزاد څو ورځې وړاندې په قطر کې د طالبانو له سیاسي پلاوي سره د ملاقات پرمهال د مارک آر. فریریش د آزادولو غوښتنه کړې وه.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، اسوشیتید پریس خبري آژانس ته په یوه پیغام کې وویل چې «موږ د لا درکه شوي امریکايي په هکله هیڅ معلومات نه لرو.» د طالبانو یوه بل چارواکي چې له امریکا متحده ایالاتو سره د خبرو په هکله معلومات لري د نوم د نه ښولو په شرط وویل چې طالبانو په رسمي او غیر رسمي توګه امریکايي چارواکو ته ویلي چې فریریش له دوی سره موجود نه دی.
بل لوري ته د شنبې ورځې په وروستیو ساعتونو کې په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د فریریش د موندلو په برخه کې خلیلزاد د پاکستان د مرستې غوښتنه هم کړې ده. خلیلزاد د تیرې جمعې په ورځ اسلام آباد ته ولاړ او هندوستان ته تر سفر وړاندې یې په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره خبرې هم کړي دي.
د امریکا متحده ایالاتو د خارجه وزارت د یوې خبرپاڼې په حواله، د خلیلزاد د سفرونو په دې لړۍ کې دوحه، اسلام آباد او نوی ډیلي شامل دی او زیاتوي چې خلیلزاد به بیرته کابل ته ولاړ نه شي. د دغې اعلامیې په اساس، په کابل کې سیاسي ستونزو له طالبانو سره تړون له خنډونو سره مخامخ کړی دی. افغان سیاسي مشران د تیر کال د ولسمشریزو ټاکنو پر پایلو لا هم جنجالونه سره لري او د رسنیو د رپوټونو په حواله، ښايي په نږدې راتلونکې کې روان سیاسي کشمکش ته یوه د حل لاره هم وموندل شي.