1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان غواړي د ظاهر شاه د وخت اساسي قانون نافذ کړي

۱۴۰۰ مهر ۶, سه‌شنبه

طالبان غواړي د موقتي دورې له پاره د پخواني پاچا ظاهر شاه د وخت اساسي قانون نافذ کړي.

https://p.dw.com/p/40yb3
Afghanistan Mohammed Zahir Shah
انځور: picture-alliance / dpa/dpaweb

د افغانستان پخوانی پاچا محمد ظاهر شاه تقريبا ۴۸ کاله پخوا له واک څخه ليري کړل سو. طالبانو اوس د دغه پاچا د وخت اساسي قانون د موقتي دورې له پاره د افغانستان د اساسي قانون په توګه نافذ کړي. د دغه قانون له مخي ټولواک ظاهر شاه نه ولس او نه هم پارلمان ته په جواب ورکولو مکلف وو.

د طالبانو د عدليې وزير عبدالحکيم شرعي د سه شنبې په ورځ (۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۲۸) وويل چي البته د ظاهر شاه د وخت اساسي قانون هغه برخي به قابل عمل نه وي، چي په وينا يې له اسلام سره په ټکر کي دي. د عدليې وزارت په دې تړاو يوه اعلاميه خپره کړې ده.

د ياد وزارت د اعلاميې له مخي به د ۱۹۶۴م کال دغه اساسي قانون صرف د عبوري حکومت د دورې له پاره قابل عمل وي. طالبانو په افغانستان کي و واک ته تر رسېدو وروسته هيڅ ډول ژمنه نه ده کړې چي په دغه هيواد کي به ټاکنې تر سره کيږي.

طالبان ښايي تر نااټکل سوې مودې پوري په کابل کي پر واک پاته سي. د دغې ډلې له خوا اعلان سوې تقريبا ۵۰ کسيزه کابينه صرف له داسي نارينه وو څخه جوړه ده چي په طالبانو پوري مربوط دي.

طالبان د افغانستان هغه اساسي قانون ردوي چي په ۲۰۰۴م کال جوړ سوی. دا په داسي حال کي چي دغه اساسي قانون کي و ملکي او د ښځو تضمين سوو حقونو له کبله په سيمه کي يو له تر ټولو بهترينو اساسي قانونو څخه شمېرل کيږي. د ۲۰۰۴م کال د اساسي قانون له مخي افغانستان یو ټاکل سوی ولسمشر لري. خو طالبان دا هم نه مني.

د طالبانو د عدلي چارو وزير دا هم ويلي دي چي حکومت يې صرف هغه نړيوال قوانين او تړونونه مني چي د اسلامي قوانينو او د افغانستان د اسلامي امارت له قوانينو سره په ټکر کي نه وي. ياد وزير دا څرګندونې په کابل کي د چين له سفير سره د يو ملاقات پر وخت کړي دي.

آ./ا.ا./ن.ز.