1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د کابل د یکشنبې ورځ چاودنه کې دوه ملکیان وژل شوي

۱۴۰۱ خرداد ۳۰, دوشنبه

طالب چارواکي وايي په کابل کې د يکشنبې ورځې چاودنه کې چې يو موټر په کې په نښه شوی لږ تر لږه دوه کسان وژل شوي دي. دا په کندز کې د جمعې ورځې چاودنې او په کابل کې پر سیکهانو د شنبې ورځ تر حملې وروسته دريمه خونړۍ پيښه ده.

https://p.dw.com/p/4CvY5
Afghanistan Kabul | Talibankämpfer nach Explosion am Sikh Tempel
انځور د شنبې په ورځ د جون میاشتې ۱۸مه په کابل کې د سیکهانو یوه درمسال مخې ته د یوې چاودنې د ځای دیانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

په کابل کې د طالبانو د پولیسو یو ویاند، خالد ځدراڼ وويل چې په دغې چاودنه کې چې د کابل ښار شمال ته شوې، د ملکيانو يو موټر په نښه شوی دی. د رپوټونو مطابق، هغه ويلي دي چې په چاودنه کې دوه کسان وژل شوي دي.

رويټرز له کابله ليکي، روښانه نه ده چې د دغې چاودنې تر شا د چا لاس دی او څوک په کې په نښه شوي دي.

يو شمير ځايي رسنیو د طالبانو له قوله ويلي دي چې چاودنه د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند په خواجه بغرا سیمه کې د يو کرولا ډوله موټر په منځ کې شوې ده. پر ټولنیزو رسنيو د پيښې انځورونه خپاره شوي چې په کې يو موټر د اور په لمبو کې ښيي.

دغه چاودنه په کابل کې د سیکهانو پر یوه درمسال د وسلوالې حملې یوه ورځ وروسته کيږي چې د رپوټونو مطابق دوه کسان پکې ووژل شول. پر درمسال د برید مسئولیت د داعش ډلې منلی دی. تر هغه مخکې د جمعې په ورځ بيا په کندز ولایت کې يوه چاودنه وشوه چې یو کس په کې ووژل شو او دوه نور ېې ټپيان کړل.

داعش په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې پر درمسال باندې برید ېې د هندوستان حکومتي چارواکو له خوا د اسلام پيغمبر ته د توهین آمیزه څرګندونو په ځواب کې کړی دی.

طالبان ادعا کوي چې د تيرکال په اګست مياشت کې واک ته تر رسیدلو وروسته ېې په افغانستان کې امن راوستلی دی، خو د چارو ډېر شنونکي وايي چې وسله وال تاوتریخوالي لاهم موجود دي. د تيرو څو میاشتو په جریان کې د کابل، مزار او کندز ولایتونو په ګډون د افغانستان په يو شمیر سيمو کې خونړۍ چاودنې شوي چې ډيری قربانیان ېې ملکیان دي.

د اکثریت دغو بریدونو مسئولیت په افغانستان کې د خراسان په نوم د داعش ساحوي څانګې منلي دي.

آ/م.ک.ص./ن.ز.