1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د کابل- جلال اباد لویې لارې اصلي مسیر پرانېستل شو

۱۴۰۲ مهر ۱۱, سه‌شنبه

د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت ویلي دي چې د کابل- جلال اباد لویې لارې اصلي مسیر بیرته پرانستل شوی دی.

https://p.dw.com/p/4X4Lk
Rückgang des pak-afghanischen Geschäfts
انځور: Faridullah Khan

د دغه وزارت چارواکو نن پر خپله ایکس پاڼه (ټویټر) لیکلي دي چې د کابل- جلال اباد لویې لارې اصلي مسیر چې له تیرو څو ورځو راهیسې د مسافر وړنکو موټرو او عامو خلکو پر مخ تړل شوی و، د څو ورځینو پرلپسې هڅو وروسته نن پرانېستل شوی دی.

د دغه وزارت د چارواکو په خبره چې د لارې د بندوالي پر مهال موټرو پر یوه فرعي لاره باندې تګ راتګ کاوه.

د کابل- جلال اباد لویه لاره د تېرې سنبلې یا وږي میاشتې په وروستیو کې هم په ماهیپر سیمه کې د غره ښوېدو له کبله څو ورځې بنده وه. چې هغه مهال موټرو ته د کاپیسا او یا هم لته بند له لارې د تګ راتګ سپارښتنه شوې وه.

د کابل- جلال اباد لویه لاره ډېر وخت د بارانونو او غره ښوېدو له امله تړل کېږي چې په جریان کې یې خلک له سختو ستونزو سره مخ کېږي.