1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د ښځو په هکله د ملګرو ملتونو رپوټ پروپاګند دی

۱۴۰۲ خرداد ۳۰, سه‌شنبه

د «ښځو پر وړاندي د طالبانو د سیستماتیک تبعیض» په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي ریچارد بنت، د رپوټ تر خپریدو وروسته طالبانو د نوموړي رپوټ په وړاندي غبرګون وښود.

https://p.dw.com/p/4SnS6
Afghanistan Kabul | PK der Taliban: Sprecher Zabihullah Mujahid: Mullah Mohammad Hasan Akhundzada soll Taliban leiten
انځور: AAMIR QURESHI/AFP/Getty Images

د ریچارډ بنت په رپوټ کې چې لنډیز یې د جون پر ۱۵ مه خپور سو، راغلي چې طالبانو د ښځو له پاره څه د پاسه ۵۰ محدود کوونکي فرمانونه صادر کړي دي. خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د سه شنبه په ورځ د تويتر له لارې ويلي :«د اسلامي امارت پر وړاندي د ملګرو ملتونو او ځینو بڼسټونو او لویدیځو حکومتونو له خوا پراخ پروپاګند پر لاره اچول سوی دی».

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

مجاهد په دغه تویت کې ليکلي دي چې د افغانستان د وضعیت په هکله د ریچارد بنت رپوټ »د هغه پروپاګند یوه برخه ده چې له حقایقو سره مطابقت نه لري.« هغه په دغه تویت کې زیاته کړې:«په افغانستان کې اسلامي قوانین نافذ دي او د هغوی پر وړاندي اعتراض له اسلام سره ستونزه ده.»

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی رپوټ ورکوونکی ريچارد بنت
په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړی رپوټ ورکوونکی ريچارد بنتانځور: Ebrahim Noroozi/AP Photo/picture alliance

ددغه رپوټ له مخې د ښځو او نجونو پر وړاندي پر محدود کوونکو فرمانونو سربیره، د نارینه وو په اړه هم ډیر فرمانونو موجود دي. د هغو له ډلی په ډیرو مواردو کې د نجونو د چلند له امله نارینه وو ته سزا ورکول کیږي.

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

د نوموړي رپوټ په یوه برخه کې د ژور خپګان او ځان وژنی په هکله په خاص ډول د ځوانو ښځو په ډله کې چې له تحصیل څخه محرومي سوي، اندیښنه ښودل سوې ده.

طالبان: ملګري ملتونه باید زموږ د پرېکړو درناوی وکړي

په دغه رپوټ کې څه د پاسه ۴۷ سلنه مرکه کوونکو ویلي چې حداقل یوه ښځه یا نجلۍ پیژني چې د ۲۰۲۱ کال له اګست مياشتې راهيسې له اضطراب او یا هم خپګان څخه ځوریږي.

GP/BS/AG