1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان مسکو ته ځي خو د سولي په مذاکراتو کې برخه نه اخلي

۱۳۹۷ آبان ۱۵, سه‌شنبه

په قطر کې د طالبانو له دفتر څخه یوه ویاند تایید کړې ده چې د دې ډلې یو پلاوی به په مسکو کې د افغانستان د سولې په کنفرانس کې ګډون وکړي. تر دې مخکې د سولې عالي شورا هم منلې وه چې دې غونډې ته استازی لېږي.

https://p.dw.com/p/37iED
Symbolbild für die (gespaltene) Gesellschaft in Russland
انځور: Reuters/G. Garanich

د قطر له دفتر څخه د طالبانو یوه استازي سهیل شاهین، ویلي دي چې د طالبانو دغه پلاوی به له سوله ایزې لارې د افغانستان د شخړې د حلولو په اړه خپل نظرونه شریک کړي، خو د سولې په مذاکراتو کې به برخه وا نه خلي.

د دوشنبې په ورځ د افغانستان د سولې عالي شورا هم منلې وه چې د مسکو غونډې ته څلور کسیزه پلاوی استوی. پتېيل شوې ده چې دغه غونډه به راتلونکې جمعې ورځې وشي.

د افغانستان د سولې عالي شورا له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پر مخ وړلو مسئوليت لري، خو تر دې مخکې د سولې په برخه کې پرمختګونه د دې شورا له طریقه نه دي شوي.

د مسکو غونډه په اصل کې د روان کال په اګست میاشت کې پلان شوې وه، خو د افغان حکومت تر نیوکو وروسته وځنډول شوه.

تر اوسه پورې لا په افغانستان کې د سولې هڅو داسې پایلې نه دي لرلي چې د دې هیواد د شخړې د پای ته رسیدو هیلې رامنځ ته شي.

طالبان د کابل حکومت د بهرنیانو لاسپوڅی بولي او وایي چې یوازې له امریکا متحده ایالاتو سره خبرې کوي. کابل بیا وایي چې د سولې خبرې باید د افغانانو تر منځ او د هغوی په مشرتوب وي.