1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د مسکو په «بين الافغاني» مذاکراتو کې گډون کوو

۱۳۹۷ بهمن ۱۵, دوشنبه

طالبانو ويلي دي چې د مسکو په غونډه کې به چې دوی یې «بين الافغاني» مذاکرات بولي، گډون وکړي. په دې خبرو اترو کې به برجسته افغان شخصيتونه گډون وکړي.

https://p.dw.com/p/3CfDC
Russland Vertreter der Taliban in Moskau
انځور: picture-alliance/Sputnik/V. Astapkovich

په دې غونډه کې چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او نور قومي مشران هم شامل دي، د افغان حکومت چارواکو ته پکښې د گډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

طالبانو د دوشنبې په ورځ (۲۰۱۹م کال کې د فيبروري ۴) په يوه اعلاميه کې ويلي دي چې د مسکو په غونډه کې گډون د «افغانانو د خپل منځي خبرو پر لور لومړی گام دی». د طالبانو د پلاوي مشري به شير محمد عباس ستانکزی وکړي.

خو افغان حکومت پر دې غونډه نيوکې کړي. د ولسمشر غني دفتر په پلازمېنه مسکو کې د سه شنبې ورځې له پاره په پام کې نيول شوې غونډه نيوکې کړي او دا یې د هغو غونډه بللې ده چې د قدرت وږي دي.

د افغانستان د سولې د خبرو اترو له پاره د امريکا متحدو ايالاتو ځانگړی استازی زلمي خليلزاد چې د افغانستان له ۱۷ کلونو راهيسي رواني جگړې د ختمولو دنده ورسپارل شوې ده، په داسې حال کې چې له طالبانو سره په جلا خبرو اترو بوخت دی، پر دې ډول مذاکراتو تل ټينگار کړی.

طالبان د غني له حکومت سره له مستقيمو خبرو ډډه کوي او دغه حکومت د امريکا لاسپوڅی بولي.