طالبان: د «علماوو پر غونډه» برید کونکي وژل شوي
۱۴۰۱ تیر ۹, پنجشنبهد فرانسې خبري آژانس له کابله ليکي، طالب چارواکو وويل چې دوو کسانو د غونډې ځای ته نژدې د يوه کور له بام څخه ډزې پیل کړې، خو هغوی ډير ژر د دوی د «مجاهدینو» له خوا له ووژل شول.
که څه هم چې طالبانو په رسمي توګه د دې غونډې اجنډا چې مشري یې حبیب الله حقاني کوي، نه ده په ډاګه کړې، خو داسې ویل کیږي چې په دې غونډه کې به د طالبانو لپاره د ملاتړ جلبولو، ملي یووالي ساتلو، د ښځو او ماشومانو د حقونو او یو شمېر نورو موضوعاتو او د خلکو په ستوونزو بحثونه وشي.
ویل کیږي د غونډې تالار ته رسنۍ نه دي پريښودل شوي او یوازې ملي راډيو دا غونډه په ژوندۍ بڼه نشروي.
په کابل کې د ديني علماوو پر لويه غونډه داسې وخت وسلوالو ډزې کړي چې طالبانو وړاندې د غونډې له پاره د کلکو امنيتي تدابیرو د نيولو خبره کړې وه. په دغه غونډه کې کابو۳۵۰۰ کسان برخه لري چې د افغانستان له ۴۰۰ ولسوالیو څخه د ولسوالۍ په کچه دوو دیني عالمانو او یو یو قومي مشر پکې برخه اخیستې ده.