1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د بندیانو د تبادلې پر سر له حکومت سره خبرې دروو

۱۳۹۹ فروردین ۱۹, سه‌شنبه

طالبانو اعلان کړی دی چې له افغان حکومت سره به د بندیانو د تبادلې پر سره خبرې اترې له سه شنبې ورځې څخه و دروي. طالبان وایي چې د افغانستان له زندانونو څخه د هغوی د ۵۰۰۰ بندیانو آزادي د بین الافغاني خبرو مخکینی شرط دی.

https://p.dw.com/p/3aZMH
Afghanistan  Taliban Gefängnis
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، پر خپل تویتر ټولنیزې پاڼې باندې لیکلي دي: «له سبا [سه شنبې ورځې] څخه زموږ تخنيكي ټیم له اړوند جهتونو سره په نورو بې نتیجې ناستو کې ګډون نه کوي.»

د شاهین په خبره د طالبانو د بندیانو آزادیدل «تر اوسه پورې په یوه او بله پلمه ځنډول» شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې طالبانو خپل یو پلاوی کابل ته استولی وو چې د دې ډلې د بندیانو د آزادیدو بهیر وڅاري.

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د فبروري میاشتې پر ۲۹مه نیټه د لاسلیک شوي تړون له مخې باید د مارچ میاشتې تر لسمې نیټې پورې د افغان حکومت له زندانونو څخه د طالبانو ۵۰۰۰ بندیانو آزاد شوي وای چې په بدل کې به یې دې ډلې هم د افغان حکومت ۱۵۰۰ بندیانو خوشي کړي وای. خو دغه بهیر تر اوسه پورې ځنډیدلی دی.

افغان حکومت وایي چې په یو ځل د دومره زياتو بندیانو آزادول له امنیتي او لوژیستیکي لحاظه ستونزمن کار دی او له همدې کبله په مرحلو کې د طالبانو د بندیانو خبره کوي.

پر دې سربیره خبري آژانسونو د افغان چارواکو په حواله ویلي دي چې کابل ته د طالبانو رسیدلی پلاوی د ۱۵ داسې طالب بندیانو د آزادیدو غوښتنه کوي چې په افغانستان کې په مغلقو چاودنو کې ښکیل وو.

د افغان حکومت یوه چارواکي متین بیک، یوه خبري کنفرانس ته په دې اړه ویلي دي: «لجاجت هم یو حد لري. موږ نور څه نه شو زغملای.»

طالبانو د شنبې په ورځ دا ګواښ هم کړی وو چې له امریکا متحده ایالاتو سره یې د سولې تړون هم د ماتیدو نقطې ته نزدې شوی دی.

(ms/nz (dpa