1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د اوسلو خبرې به غرب سره د «جګړې فضا ته بدلون ورکړي»

۱۴۰۰ بهمن ۲, شنبه

طالبان په افغانستان کې واک ته تر رسیدو د لومړي ځل له پاره د لويديځې اروپا په خاوره کې خبرې اترې کوي. دوی وايي د اوسلو خبرې به مرسته وکړي، چې د ناټو ځواکونو خلاف تر دوو لسیزو وروسته د «جګړې فضا ته تغییر ورکړي.»

https://p.dw.com/p/45xB4
Afghanistan PK der Taliban
انځور: Stringer/REUTERS

د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیح الله مجاهد، د شنبې په ورځ د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «اسلامی امارت د لويديځې نړۍ د غوښتنو له پاره اقدامات تر سره کړي دي، او موږ هیله مند یو چې د ديپلوماسۍ له لارې د اروپايي ټولنې په ګډون ټولو هیوادونو، په مجموع کې لویديځ سره مناسبات تقویه کړو.»

طالبان د تیر میلادي کال د اګست میاشتې په نیمايي کې له افغانستان څخه د امریکا او ناټو ځواکونو له وتلو سره سم، د افغانستان پخوانی حکومت ړنګ او واک ته ورسیدل، خو تر اوسه کوم هیواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.

طالبانو په لومړي ځل د ۱۹۹۶ او ۲۰۰۱ ترمنځ کلونو کې پر افغانستان واک چلاوه. د دوی د هغه وخت رژیم په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا متحده ایالاتو د پوځي حملې په نتیجه کې ړنګ شو. خو تر هغه لږ وروسته دغه ډله بیرته ورو ورو فعاله او د امریکا او ناټو ځواکونو پر ضد جنګیده.

مجاهد وویل طالبان غواړي تر څو «د جګړې فضا پر يو سولېز وضعیت باندې بدله کړي.«

رپوټ کې زیاته شوې ده چې د ناورې پلازمینه اوسلو ته د طالبانو تلونکی پلاوی به د طالبانو د کابینې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي په مشرۍ وي او د شنبې په ورځ به روانيږي.

د ناروې د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې په اوسلو کې طالبانو سره د يکشنبې ورځې په غونډه کې به د نارويجي چارواکو تر څنګ به د بریتانیا، اروپایي اتحادیې، فرانسې، آلمان، ايټالیا او امریکا متحده ایالاتو په ګډون، یو شمیر متحد هیوادونه هم ګډون ولري.

د ناروې د بهرنيو چارو وزيرې، آننیکن هاوتفلدت د جمعې په ورځ ويلي وو چې «دغه غونډې د طالبانو د مشروعیت او د هغوی د رسمیت پيژندلو په معنی نه دي.» هغې زیاته کړې: «خو موږ باید د دغه هیواد له موجوده حاکمانو سره خبرې وکړو، موږ نه باید اجازه ورکړو چې سیاسي وضعیت په لا ډير بد بشري وضعیت باندې بدل شي.«

د فرانسې خبري آژانس په حواله په اوسلو کې د طالبانو او د لويديځوالو تر منځ خبرې به د يکشنبې په ورځ (د جنوري ۲۳مه) د بشري حقونو او بشري مرستو پر سر پيل شي، څرنګه چې دا وخت افغانستان له سخت اقتصادي ستونزو سره مخ دی.

په افغانستان کې د طالبانو په واکمنیدو سره بشري وضعیت خراب شوی. دغه هیواد چې پر بهرنیو مرستو متکي دی په دغې موده کې ورباندې نړیوالې مرستې هم تر ډيره بريده درول شوي دي او د ۹ اعشاریه ۵ ميليارډه ډالرو پر ارزښت شتمنۍ يې هم د امریکا متحده ایالتو له خوا کنګل شوې ده.

د ملګرو ملتونو سازمان وايي اوس مهال د افغانستان ۲۳ میلیونه نفوس چې د هیواد د ټول نفوس ۵۵ سلنه برخه تشکیلوي، لوږه ګواښي. دغه سازمان په وروستیو کې له نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د روان میلادي کال له پاره افغانستان سره د ۵ ميليارډه ډالرو مرسته وکړي.

رپوټ زیاتوی چې طالبان تمه لري چې د افغان مدني ټولنې له غړو، چې په هغو کې به ښځینه مشرانې او ژورنالیستان هم شامل وي، وګوري. دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په افغانستان کې د مدني فعالانو آزادي تر ډيره بریده محدوده شوې ده.

د مقاومت ملي جبهې بیا د اوسلو غونډه محکومه کړې ده. د دغې جبهې د بهرنیو اړیکو مسئول، علي میثم نظري چې په پاریس کې اوسیږي پر ټويټر ليکلي دی: «موږ ټول باید خپل غږ پورته کړو او د دغې تروريستي ډلې د رسمیت پيژندنې له پاره د هر هیواد مخنیوي وکړو.«

آ/م.ک.ص./ا.خ.ح.