طالبان: د اوربند د اعلانولو پلان نه لرو
۱۳۹۸ دی ۹, دوشنبهوسله والو طالبانو د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ م کال د دسمبر ۳۰ نیټه) د تويتر له لارې په خپره شوې اعلاميه کې ويلي: «په دې وروستيو ورځو کې رسنۍ د اوربند په اړه ناسم خبرونه خپروي..... واقعيت دا دی چې د افغانستان اسلامي امارت د اوربند له پاره هیڅ کوم پلان نه لري.»
تیره ورځ اسوشيتد پريس خبري آژانس د طالبانو د سرچينو له قوله چې نومونه یې نه وو په ډاگه شوي، خبر ورکړی وو چې د طالبانو د قطر د دفتر يو شمير غړو په تیره يوه اونۍ کې د مشرانو شورا له غړيو سره ملاقاتونه کړي دي او د يوه موقتي اوربند په اړه توافق شوی دی.
خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، د تويتر په خپله پاڼه کې ليکلي چې دا رپوټونه سم نه دي او دا ډله د اوربند هيڅ پلان نه لري.
طالبانو دا اعلاميه په داسې حال کې نشر کړې چې امريکا متحده ایالات غواړي د يوه سياسي جوړ جاړي له لارې د افغانستان ۱۸ کلنه جگړه پای ته ورسوي. په عين حال کې افغان او نړيوال ځواکونه د يوه خونړي ژمي له پاره چمتووالی نيسي.
د امريکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په جريان کې په افغانستان کې خونړي بريدونه دوام لري.