1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: د استانبول په کنفرانس کې ګډون نه کوو

۱۴۰۰ فروردین ۲۳, دوشنبه

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم، ویلي دي چې طالبان د افغانستان د سولې په تړاو په استانبول کې د روانې جمعې په ورځ په جوړیدونکي کنفرانس کې ګډون نه شي کولی. هغه ویلي دي چې په دې اړه لا هم مشورې روانې دي.

https://p.dw.com/p/3rtHM
Mohammad Naim Wardak
انځور: DW

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم، د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په یوه لنډ استول شوي غږیز پیغام کې ویلي دي چې طالبان د راروانې جمعې په ورځ په استانبول کې د افغانستان د سولې په تړاو په جوړیدونکي کنفرانس کې ګډون نه شي کولي. هغه ویلي دي: «د استانبول په کنفرانس کې د اپریل پر ۱۶ تاریخ، د افغانستان د اسلامي امارت موقف دا دی چې په دغه تاریخ باندې موږ په دې کنفرانس کې ګډون نه شو کولی.»

طالبان د ځان له پاره د «اسلامي امارت» له عبارت څخه کار اخلي خو افغان حکومت او نړیواله ټولنه بیا دغه عبارت په رسمیت نه پیژني.

که څه هم ډاکټر نعیم وویل چې طالبان په دې غونډه کې ګډون نه کوي، خو هغه دا خبره هم روښانه کړه چې د ډلې مشران یې لا هم په دې اړه یو له بل سره په مشورو بوخت دي. هغه زیاته کړه: «په دې رابطه زموږ مشورې لا هم جریان لري او دغه موضوع زموږ تر بحث لاندې ده. هر کله چې په دې رابطه باندې پریکړه وشي، هماغه پریکړه به بیا موږ له خلکو سره شریکه کړو.»

د افغانستان د سولې له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد، په دې هڅه کې دی چې په اپریل میاشت کې د جوړیدونکي کنفرانس له لارې د افغانستان د سولې بهیر یو څه ګړندی کړي.

کارپوهان د دې هڅو تر شا له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د نیټې چې د طالبانو او واشنګټن تر منځ په تړون کې تعیین شوې، او همداراز د دوحې په خبرو اترو کې د پرمختګ نه رامنځ ته کیدل؛ د دوو اصلي لاملونو په توګه په ګوته کوي.

تر دې مخکې د افغانستان د سولې عالي شورا، د ترکیې کنفرانس له پاره «د افغانستان د اسلامي جمهوریت» له اړخه ټولې ترلاسه شوې طرحې توحید کړې وي. تمه کیږي چې طالبان هم له خپلې طرحې سره دې غونډې ته راشي او تر بحثونو وروسته، ټول اړخونه یوې داسې پایلې ته ورسیږي چې له مخې یې په افغانستان کې روانې جګړې ته یوه سیاسي حل لاره وموندل شي.

تر اوسه پورې لا روښانه نه ده چې که طالبان د ترکیې په غونډه کې ګډون و نه کړي، نو ایا دغه غونډه به وځنډيږي او که له دې ډلې پرته به ترسره شي.