1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: تمه ده چې روانه اوونۍ له امريکا سره توافق ته ورسيږو

۱۳۹۸ شهریور ۴, دوشنبه

د طالبانو سرچينو رويترز ته ويلي چې امريکا متحده ايالتو سره يې مذاکرات په دې معنی نه دي چې دوی به د افغان حکومت پر وړاندې خپله جګړه دروي. د طالبانو او متحده ايالتو د استازو تر منځ له تير کال راهيسې مذاکرات ادامه لري.

https://p.dw.com/p/3OVEk
Katar Büro der Taliban in Doha
آرشيفانځور: AFP/Getty Images

د طالبانو او امریکا متحده ايالاتو د استازو تر منځ له تيرکال راهیسې په قطر کې مذاکرات ادامه لري تر څو د افغانستان اوږده کړکېچ ته يوه سياسي حل لاره ومومي.

د دغو خبرو اترو اصلي ټکي دا دي چي له افغانستان څخه دي امريکايي ځواکونه ووځي او په بدل کې يې طالبان بايد داسي ضمانت ورکړي چې په راتلونکې کې به افغانستان د ترهگرو پناه ځای نه گرځي.

رويټرز خبري آژانس ليکلي چې امريکايي لور پر طالبانو فشار راوړي تر څو دغه ډله بين الافغاني خبرو اترو يعنې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو او او د اوربند موافقه ته ورسيږي، خو د طالبانو يوه لوړپوړي چارواکي ويلي دي چې دا کار به پيښ نه شي.

طالبان، د اشرف غني په مشرتوب افغان حکومت د غرب لاسپوڅی گڼي او تر اوسه دې ته نه دي حاضر شوي چې د مذاکرې ميز ته ورسره کښيني.

د طالبانو يوه قومندان چې د نوم له ښودلو يې ډډه کړې رويترز خبري آژانس ته ويلي دي: «موږ به د افغانستان د حکومت پر وړاندې خپلو جګړو ته ادامه ورکړو او د زور له لارې قدرت تر لاسه کوو.»

د امريکا ولسمشر په بې صبرۍ سره غواړي چې له افغانستان څخه خپل ځواکونه وباسي او په دغه هيواد کې له اتلسو کلونو راهيسي روانه جگړه تخمه شي.

خو په عين حال کې يو شمير افغان او امريکايي چارواکي له دې ويره لري چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو په وتلو سره ښايي په افغانستان کې د کورنيو جګړو يو نوی پړاو پیل شي چې په نتيجه کې به يې طالبان يو ځل بيا واک ترلاسه او له دې سره به د داعش په ګډون نړيوالو تروريستي ډلې هم ځان ته امن ځای پيدا کړی وي.

د طالبانو يو بل قومندان هم د نوم نه ښوولو په شرط ويلي دي چې تمه ده روانه اوونۍ يو هوکړه ليک لاسليک شي چې له مخې به يې امريکايي ځواکونه پر طالبانو بريدونه نه کوي او طالبان به هم د امريکايي عسکرو پر ضد خپلې حملې دروي.

طالب چارواکو ويلي دي چې د همدغې هوکړې پر اساس به امريکا متحده ايالات له افغان حکومت سره هم د اوربند ملاتړ وکړي.

رويترز خبري آژانس چې دغه رپوټ يې چمتو کړی ليکلي دي چې په دې اړه د امريکايي چارواکو نظر اخيستلو باندې نه دي توانيدلي.

د افغانستان له پاره د امريکا ځانګړی استازی زلمی خليلزاد هڅه کوي تر څو طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر او اوربند وکړي.