1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان: بې اجازې مظاهرې بندي دي

۱۴۰۰ شهریور ۱۸, پنجشنبه

د طالبانو د نوي حکومت د کورنیو چارو وزارت، په افغانستان کې خپلسري مظاهرې بندې کړي. د دغه وزارت په اعلاميه کې ويل شوي چې مظاهره کوونکي بايد لږ تر لږه ۲۴ ساعته مخکې د عدلې وزارت مظاهرې اجازه ترلاسه کړې وي.

https://p.dw.com/p/406NX
Afghanistan Kabul | Anti-Pakistan Proteste
انځور: REUTERS

طالبان پر دغه اقدام وروسته له هغي لاس پورې کوي چې د وروستيو ورځو په مظاهرو کې پر مظاهره کوونکو باندې درې حملې ترسره شوي دي.

په دې اړه د کورنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې په افغانستان کې پرته له هغو مظاهرو چې له مخکې يې اجازه اخیستل شوي وي، نورې بندې دي. همدا ډول په مظاهرو کې لیږدونکي بنرونه او شعارونه هم بايد له مظاهرې څخه دمخه تصديق او اجازه يې واخیستل شي.

دغه اعلامیه چې د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد پر خپلې ټويټرپاڼې خپره کړې ده پکې راغلي دي: «مظاهرې باید قانوني وي. لومړی له عدليې وزارت څخه د مظاهرې د جوړيدو اجازه ترلاسه شي.»

په اعلاميه کې زیاته شوې ده چې له مظاهرو څخه د مخه باید امنيتي ارګانونه په جريان کې واچول شي تر څو یې امنيت تضمين شي: «د مظاهرې مقصد او شعارونه، همدا ډول د مظاهرې محل، د پيل او پای وختونه او نور جزئيات» بايد لږ تر لږه ۲۴ ساعته وړاندې له اړوند ادارو سره شريک او اجازه ترلاسه شي.

په دې اساس اوس نو ظاهرا دا له امکانه لرې ښکاري چې طالبان دې هغو میرمنو ته نور د مظاهرو حق ورکړي چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو له پاره غواړي مظاهرې وکړي او خپل غږ پروته کړي.

د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت ويلي دي چې دغه حکم د افغانستان د ټولو اتباعو له پاره دي: «ټولو هيوادوالو ته خبر ورکوو ترڅو چې په دې مورد کې ټوله قانوني پروسه نه وي طی شوې هيڅوک بايد مظاهره و نه کړي.«

طالبانو د اعلاميې په پاي کې ويلي دي چې بايد دوی ته وخت ورکړي او د بشپړ امنیت تر ټینګښت وروسته به د خلکو نورو ستونزو ته رسیدګي وشي.