1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«طالب او امریکایي استازي بیا ملاقات لري»

۱۳۹۷ دی ۱۸, سه‌شنبه

د راپورونو له مخي طالب استازي او امریکایي چارواکي د چهارشنبې په ورځ په قطر کې د سولې په هکله غونډه پيلوي. په دغه غونډه کې به د افغان حکومت استازي نه وي. دغه خبر رويترز خبري آژانس د طالبانو د يوه غړي په حواله ورکړی.

https://p.dw.com/p/3BAd6
Katar Büro der Taliban in Doha
انځور: AFP/Getty Images

طالبانو تر اوسه څو وارې د سیمه ایزو قدرتونو دا غوښتنه رد کړې ده چې له افغان چارواکو سره دې په مستقیمو خبرو اترو کې ونډه واخلي. طالبان پر دې ټینګار کوي چې د افغانستان په روانه جگړه کې چي ۱۷ کاله يې کيږي، متحده یالات اصلي غلیم دی او افغان حکومت «لاسپوڅی» ګڼي.

رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبانو په روانه اوونۍ کې په سعودي عربستان کې له امریکایي استازو سره غونډه له دې کبله لغوه کړه چې سعودي عربستان په دغو خبرو کې د افغان حکومت پر ګډون باندې ټینګار کاوه.

دا به د طالب استازو او د افغانستان د سولې په تړاو د واشنګټن د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر منځ د خبرو اترو څلورم پړاو وي.

د طالبانو یوه جګپوړي غړي رویټرز له خبري آژانس سره د نوم نه ښوولو په شرط خبرو کې ویلي دي: «تر دوو اړخیزو سلا مشورو وروسته موږ د چهارشنبې په ورځ په قطر کې له امریکایي چارواکو سره وینو. دا غونډه به د چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو ادامه ومومي.»

په عین وخت کې پاکستاني او ایراني چارواکو ویلي دي چې هڅه کوي چې طالبان دې ته واداره کړي چې له افغان چارواکو سره وویني.

د طالبانو یوه بل جګپوړي غړي نوموړي خبري آژانس ته د قطر غونډه تائید کړې ده او ویلي یي دي چې په دغو خبرو اترو کې به کوم بل هیواد برخه و نه لري.

سعودي عربستان، پاکستان او متحده عربي آماراتو د تيرکال په ډسمبر میاشت کې د طالبانو او امریکایي چارواکو تر منځ غونډه کې هم ګډون کړی وو.

په افغانستان کې د طالبانو یوه غړي ویلي دي: «دا ځل موږ غواړو چې له امریکایي چارواکو سره خبري وکړو.» د دغه غړي په خبره دوی به په دغه غونډه کې له افغانستانه د امریکایانو د وتلو، د بندیانو د تبادلې او د دوی پر غړو د لګیدلو بندیزونو د لیرې کولو پر موضوعاتو وغږیږي.

د افغانستان جګړه د امریکا متحده ایالاتو له پاره تر ټولو اوږده جګړه انګیرل کیږي. د دغې جګړې لګښت کابو یو تریلیون امریکایي ډالرو ته رسیږي او د لسونو زرو کسانو ژوند یي اخیستی دی.

متحدو ایالاتو د ۲۰۰۱م کال د سپتمبر میاشتي پر یوولسمه نیټه په نیویارک او واشنګټن کې تر بریدونه وروسته افغانستان ته ځواکونه واستول. یو وخت په افغانستان کې امریکایي ځواکونه تر۱۰۰ زرو زیات ول. خو متحدو ایالاتو په ۲۰۱۴م کال خپل زیاتره ځواکونه له دغه هیواده وایستل او اوس یې شا او خوا ۱۴۰۰۰ عسکر د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې میشته دي چې دنده یي د افغان ځواکونو روزنه او همداشان د یاغیانو تعقیبول دي.