1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صنعت کاران: ‌که مو ستونزې حل نه شي له سقوط سره مخ کیږو

۱۴۰۲ تیر ۲۳, جمعه

په کابل کي د صنعتي پارکونو مسئولان وايي چې د ډېرو فابریکو وضعیت د سقوط له ګواښ سره مخ دی. دوی وايي د بهرنیو هیوادونو له لوري د ډمپینک سیاست، توکو ته د بازار نه موجودیت او د طالبانو له حکومت سره نه تعامل یې ستونزې دي.

https://p.dw.com/p/4T6IN
Afghanistan Textilfabrik beschäftigt Kriegswitwen
انځور: Wakil Kohsar/AFP

په کابل کي یو شمېر صنعتکاران وايي، د ډمپینک سیاست او بازار نه موجودیت له امله ډېرۍ فابریکې د سقوط له ګواښ سره مخ دي. د صنعتي فابریکو مسوولان مني، چي ستونزي موجودي او زیاتوي اوس هم په هيواد کي پنځه دېرش سلنه فابریکې تړلي دي.

په کابل کې د اوسپنې د ویلي کولو فابریکې مالک افریدي وویل: «صنعت په فعلي حالت کي ښه نه دی. د ډمپینګ مسئله او د بازار نشتون دی. د طالبانو له لوري پر ساختماني چارو بندیز دغه سکتورونه زیات اغیزمن کړي او له ساختماني سکتور سره ۲۲ نور سکتورونه هم وصل دي. موږ له امارت اسلامي غواړو چي په دې تړاو جدي اقدام وکړي.»

بله خوا د کابل د صنعتي پارکونو مرستیال نجیب الله صدیقي وايي چې یوازې په کابل کي اوس او د تېر حکومت په موده کې په مجموعي ډول ۳۵ سلنه فابریکې تړل شوي او کاریګر یې بېکاره شوي، خو د دقیقو ارقامو په تړاو یې له څه ویلو ډډه وکړه.د افغانستان زعفران ښه بازار غواړي

صدیقي وویل: «په هيواد کي ډېر کاریګر زموږ له لاسه تللي دي او صنعتکارانو هيواد پرې ایښی دی. د پیسو د لېږد ستونزه وه. ډېري فابریکې تړل شوي. فابریکو ۳۵ سلنه کاریګر له لاسه ورکړي او ۳۵ سلنه فابریکې تړل شوي. هماغه مهال موږ ټي ټي [د بانک له لارې د پیسو انتقال] نه شوای کولای. فابریکې وتړل شوې اوس ۷۰سلنه فابریکې فعالیت کوي.»

په عین حال کې د افغانستان د سوداګرۍ خونه وايي چې په هيواد کې کومه تازه پانګونه نه ده شوې، خو دوه کاله وړاندې ستونزې زیاتي وې او اوس د طالبانو حکومت په ځینو مواردو کې ۵۰ سلنه مالیه هم ورباندې معاف کړې.

د دې خونې مرستیال خانجان الکوزي وویل: «تېر کال چي په افغانستان کي برق قطع شو یو شمیر فابریکې له یو لړ ستونزو سره مخ شوې، خو اوس فابریکې په عادي ډول روانې دي. په دې وروستیو کي امارت زیات امتیازات صنعتکارانو ته ورکړي، مالیه یې ورته پنځوس سلنه معاف کړې او د خامو موادو یو سلنه مالیه او پر ماشینري ټوله مالیه معاف شوې ده.»«د افغانستان توليداتو ته په قزاقستان کې نندارتون جوړيږي»

یو شمېر کارګران وايي، په هېواد کي د فابریکو له بندېدو سره بېکاري زیاته شوې او زیاتوي چې له دې وړاندې به یې په فابریکه کي کار کاوه او یوه اندازه معاش به یې ترلاسه کاوه.

په کابل کي یو شمېر صنعتکاران وايي، د ډمپینک سیاست او بازار نه موجودیت له امله ډېرۍ فابریکې د سقوط له ګواښ سره مخ دي.
په کابل کي یو شمېر صنعتکاران وايي، د ډمپینک سیاست او بازار نه موجودیت له امله ډېرۍ فابریکې د سقوط له ګواښ سره مخ دي. انځور: Yunus Momand

یو تن کارګر جمعه الدین وویل: «مخکي چي فابریکې فعاله وې، کار او غریبي وه او یوه اندازه معاش به مو اخیستی. له هغه ورځې چې یو شمیر فابریکې تړل شوي کاروبار نه شته، معاش نه لرو او د ژوند ګوزاره مو سخته شوې ده.»

په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنۍ راهیسې له افغانستان سره د بهرنیو هیوادونو پر سوداګریزو راکړو ورکړو هم منفي اغیز پریوتی دی چې له کبله یې نه یوازې صنعت کاران او د فابریکو څښتن بلکې عام افغانان هم اغیزمن شوي دي. سربیره پر دې، له بهرنیو هیوادونو سره د افغان بانکونو د مالي معاملاتو په برخه کې محدودیتونه هغه څه دي چې صنعت کاران یې د خپلو کاروبارونو بقا ته اندېښمن کړي دي.

ع.ص.ا / خ.ح / ن.ز

DW Academy - Disclaimer - PAS
انځور: DW Akademie