1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

صديقي: په قطر کې دي د طالبانو ماه عسل ختم شي

۱۳۹۸ شهریور ۱۷, یکشنبه

افغان حکومت وايي، د سولي خبرو پر وړاندې اصلي خنډ د طالبانو تاوتریخوالی او پرجګړې ټینګار دی. د حکومت وياند صديق صديقي وويل چې په قطر کې دي د طالبانو ماه عسل ختم شي.

https://p.dw.com/p/3PF8z
Katar Doha Taliban Vertretung
انځور: picture-alliance/AP Photo/O. Faisal

د افغانستان حکومت د ولسمشر ټرامپ ټویټ ته په خپل غبرګون کې ویلي  سوله هغه مهال راځي چې طالبان اوربند ومني او افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي.

ولسمشر ټرامپ په کمپ ډیویډ کې له ولسمشر غني او طالب مشرانو سره د لیدنې ترڅنګ طالبانو سره روانې خبرې هم لغوه کړي دي. افغان حکومت، په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ تر خبرو درېدو وروسته ويلي دي چې «له ۲۰۱۳م کال راهيسي طالبانو په قطر کې دفتر پرانيستی او هلته يې ماه عسل تير کړی دی، خو د سولي له پاره يې هيڅ ژمنه نه درلوده. دا په دې معنی چې دوی نه يوازي د افغانستان له خلکو سره دوکه کړې ده، بلکي له نړيوالو سره يې هم دا کار کړی دی. نو په دې اساس بايد د دوی دغه ماه عسل ختم شي، تر څو دوی وهڅول شي چي جگړه ختم شي.»

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي نن یکشنبې (د 2019 میلادي کال د سپمټمبر 8مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، له هغې ورځې چې طالبانو ته په قطر کې دفتر پرانېستل شوی، د سولي په برخه کې یې کومه لاسته راوړنه نه ده لرلې. ښاغلي صدیقي زیاتوي چې د سولې روان بهیر نیمګړی ؤ نو ځکه یې په اړه له ډیرو نورو سره هم اندېښنې وې.

Katar Doha Afghanistan Friedensgespräche (picture-alliance/AP Photo/A. Zemlianichenko)
په قطر کې د يوه کال راهيسې د متحده آيالاتو او طالبانو تر منځ خبرې اترې وشوېانځور: picture alliance/AP Photo

«دا اندېښنې په نورو هېوادونو کې هم مطرح شوې دي، طالبانو باید له جګړې لاس واخلي.»

له همدې سره هممهاله د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله هم طالبو سره د خبرو درېدو ته په خپل غبرګون کې ویلي چې له غني او طالب مشرانو سره د ولسمشر ټرامپ خبرو ته هيلې ډېرې وې، خو وروستیو تاوتریخوالیو دا هیلې په ناهیلیو بدلې کړې.

«دغه غونډه چې کمپ ډیویډ کې نېولې شوې وه، دا د سولي لپاره یو فرصت و، دا تاوتریخوالی چې وشو يو خنډ دی او څو نور خنډونه هم وو.»  

ولسمشر ټرمپ ویلي ټاکل شوې وه چې نن یکشنبې په کمپ ډیویډ کې په پټه له طالب مشرانو او ولسمشر غني سره په جلا جلا توګه وګوري، خو  په کابل کې د طالبانو د وروستې برید له امله چې پکې، د یوه امریکايي سرتیري په ګډون ۱۲ تنه ووژل شول، دا ناستې لغوه کړي. د اسلامي نهضت په نوم د یوه ګوند مشر مولوي مختار مفلح دويچه ویله ته وویل، امریکا غواړي پر طالبانو فشارونه ډیر کړي.

«اصلي پروګرام داسې نه دی، پروګرام دا دی چې پر طالبانو فشار راوړي او طالبانو له جګو پروازونو څخه راکښته کړي او د امریکا غوښتنې ومني. افغانانو لپاره به د دې پایلې خورا ناوړه وي ځکه طالبان اوس د جګړې لپاره ډګر مساعد بولي.»

خو د افغان د ولسي جرګې یوه غړي غلام علي افغان دوچه ویله ته وویل، افغانان له پیله د دغو خبرو په اړه نه پوهیدل، او که اوس ښکېلو غاړو ته د جګړې ډګر تود ساتلو امکانات ورنه کړل شي، جګړه تر دې نه ډیریږي.

«اتلس کاله کیږي چې همدا جګړه روانه ده، خو که نور نوي امکانات چاته ورنه کړل شي همدا جګړه په همدې حال پاته ده.»

سوله او ټاکنې

د امریکا او طالبانو ترمنځ د خبرو تر درېدو وروسته افغان حکومت د روان کال د تلې یا میزان پر شپږمې پر ولسمشریزو ټاکنو ټینګار کړی. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر اوسه د ولسمشر ټرمپ وروستي اعلان ته په رسمي توګه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

اسماعیل شاکر/ن ص