صالح: نور نوماندان دې د قانون درناوی وکړي
۱۳۹۸ مهر ۸, دوشنبهد ولسمشر محمد اشرف غني په مشرتوب د دولت جوړوونکې انتخاباتي ډلې لومړي مرستیال امرالله صالح، د سه شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته په وینا کې د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د همدې ورځې ادعا ته غبرګون وښود او ویې ویل چې د ټاکنو د پایلو د اعلان قانوني صلاحیت یوازې د ټاکنو خپلواک کمیسیون لري.
هغه وویل: «هغه بنسټ چې د [ټاکنو] د بریا یا بایللو د قضاوت مشروع حق لري د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون دی.»
تر دې مخکې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، چې په ټاکنو کې د ولسمشر غني تر ټولو نزدې سیال ګنل کیږي، په یوې خبرې ناسته کې د بریا اعلان کړی وو او ویلي يې ول چې راتلونکی حکومت به د هغه په مشرتوب ډله جوړه کړي.
عبدالله په دې خبرې ناسته کې که څه هم د ولسمشر غني نوم وا نه خیست، خو په ټوکو یې وویل: «په دې کې هیڅ شک مه لرئ چې د نفري عصاب به په دې شپو او ورځو کې خراب وي.»
ښايي د عبداالله اشاره ولسمشر غني ته وه، ځکه په وروستیو وختونو کې یې د ملي یووالي حکومت پر خپل دې شریک باندې ډیرې نیوکې کړي دي.
خو امرالله صالح چې د عبدالله عبدالله له پخوانیو پلویانو څخه دی، او اوس د ولسمشر غني په انتخاباتي ټکټ کې لومړۍ مرستیالۍ ته نوماند دی، پرته له دې چې د عبدالله نوم واخلي وویل چې کانديدان باید د سړک د غاړې ژبه و نه کاروي.
هغه نورو کانديدانو ته په خطاب وویل: «د لفظي ترینګلتیا د رامنځ ته کولو، د کوڅې او سړک د ادبیاتو د کارولو له لارې دې د خلکو روان مخشوش نه کړي او نه یې روان برمته کړي.»
په تیرو ولسمشریزو ټاکنو کې هم ښاغلي عبدالله عبدالله د بریا ادعا کړې وه. هغه وخت یې عطا محمد نور د پلویانو په ډله کې وو. تر ډیرو جنجالونو وروسته او افغانستان ته د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو پخواني وزیر تر راتلو وروسته بیا عبدالله عبدالله، له خپلې ادعا پر شا شو او د هغه وخت د ټاکنو له بل کانديد اشرف غني، سره یې په ګډه د ملي یووالي حکومت جوړ کړ. په دې حکومت کې اشرف غني ولسمشر او عبدالله عبدالله اجرائیه رئیس وو.