1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهآسیا

صالح: د «دوه پشته» موټرسايکلونو په ټانکيو کي بوره اچوو

۱۳۹۹ دی ۱۰, چهارشنبه

امرالله صالح ويلي چې که په کابل کې پر يوه موټرسايکل دوه کسان سپاره ولیدل شي، د تيلو په ټانکيو کې به يې بوره اچول کيږي. صالح دغه راز لیکلي چې د کابل ښار د پولیسو د ټولو حوزو اړوند جنايي آمرانو څخه به آزموينې اخیستل کيږي.

https://p.dw.com/p/3nMVk
Afghanistan Amrullah Saleh
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohar

د افغان ولسمشر اشرف غني لومړی مرستيال، امرالله صالح وايي چې په تيرو ۲۴ ساعتونو کې بيا په سونو موټرسايکلونه چې دوه کسان پرې سپاره ول فلج کړل شوي دي. هغه له خلکو غوښتي دي چې له موټرسايکل څخه د دوو کسانو له پاره کار وا نخلي.

صالح زیاتوي، په امنيتي ميثاق کې شاملو ټولو ولایتونو ته هدايت ورکول کيږي چې هغه موټرسيکلونه توقف کړي چي دوه کسان پر سپاره وي. د ولسمشر غني لومړی مرستيال وايي که چيرته په کابل ښار کې دوه پشته موټرسيکل ليدل کيږي د تيلو په ټانکۍ يې بوره او يا يې په سلنسر کې ساچمې اچول کیږي چې وروسته له څو دقیقو یې ماشين فلج کيږي.

صالح له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د کابل ښار د امنيت مسئوليت پر غاړه اخیستی، او هره ورځ د خپلې سهارنۍ غونډې رپوټ پر خپل فیسبوک خپروي. د هغه د «شپږنيمې بجې جلسې» رپوټونه ډير لوستونکي لري.

صالح د چهارشنبې په روځ (د نومبر ۳۰مه) لیکلي: «زموږ سره ډيرې داسې ويډيوګانې شته چې ښيي اکثره هدفي وژنې او انفرادي ترورونه د دوه پشته موټرسياکلونو په ذریعه ترسره کيږي.»

هغه تر دې وړاندې خبرداری ورکړی وو چې پر يوه موټرسايکل د دوو کسانو سپريدلو ته د فوري خطر په سترګه کتل کيږي او له خلکو يې غوښتي ول چې له دغه کار څخه ډډه وکړي.

تر دغه خبرداري وروسته پولیسو د هغو موټرسايکلونو چې دوه کسان پرې سپاره ول، ټيرونه څرل، خو امرالله صالح نن ليکلي چې اوس معلومه شوې چې ټيرونه ارزانه دي او خلک يې بيرته رانيسي، له دې کبله اوس د «موټرسايکلونو د فلج کولو له پاره، له بورې او ساچمو څخه کار اخیستل کيږي.»

Afghanistan Taliban feiern Waffenstillstand mit Einwohnern in Kabul
انځور: Getty Images/AFP/N. Shirzada

امرالله صالح دغه راز ليکلي دي چې د دوی ارزونې ښيي چې د پولیسو او حتی د ملي امنيت منسوبان د کشف او تحقیق په برخه کې ښه وړتيا نه لري او له دوی څخه به آزموينه اخلي. هغه په دې اړه زياته کړې: «په پام کې ده د کابل ښار د پولیسو د حوزو اړوند ټول جنايي آمران په يوه آزموينه کې ګډون وکړي، تر څو ښکاره شي چې د کشف او تحقیق په برخه کې د هغوی مهارتونه په کومه سطحه دي.» صالح زیاته کړې ده چې هیله مند دی دغه بهیر په نورو ولایتونو کې هم عملي شي.

په کابل ښار کې په وروستيو کې د چسپکي ماينونو چاودنې او هدفي وژنې ډيرې شوي دي چې د خلکو په ځانګړې توګه د مدني فعالانو او خبریالانو انديښنې يې ډيرې کړي دي. د ولسمشر غني لومړي مرستیال روانه اوونۍ وويل چې د کابل ښار د پولیسو شمیر به دوه برابره شي.