1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

شټاین مایر د اوکراین پر بحران سربیره پرځان اعتماد غوښتی

۱۴۰۱ دی ۳, شنبه

د المان جمهوررییس، فرانک والټر شټاین مایر د اوکراین جنګ ته په کتو سره پر سختو چلنجونو سربیره د جرمنیانو څخه پر ځان د اعتماد او همبستګۍ غوښتنه وکړه.

https://p.dw.com/p/4LObU
Deutschland Bundespräsident Steinmeier Weihnachtsgrüße
انځور: Michael Sohn/AP Photo/picture alliance

شټاین مایر د کریسمس په مناسبت خپله کلنۍ بیانیه کي وویل، دی پوهیږي چي دغه بحران د ټولو څخه څومره تقاضاوي او غوښتني لري. هغه په خاص ډول د اوکرایني مهاجرینو سره د انساني رفتار په دلیل مننه وکړه. خو هغه خپلو اتباعو ته د اوکراین د جنګ د ژر ختمیدو لږ امیدواري ورکړه. شټاین مایر اضافه کړه، چي که څه هم د سولي بیرته راتلل د ټولو ارزو ده ، خو« دغه سوله لا تر اوسه پوری نه احساسیږي ».