1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ غواړي چې نور کډوال آلمان ته راولي

۱۳۹۹ شهریور ۲۳, یکشنبه

صدراعظمۍ ته ولاړ د آلمان د يوه کانديد په خبره بايد آلمان او اروپا نور کډوال هم ومني. د سوسيال دموکراتانو دغه نوماند ويلي چې اروپا ته د ۴۰۰ کم سنه ځوانانو راوستل بايد يوازې لومړی ګام وي.

https://p.dw.com/p/3iOls
Deutschland | Bundesfinanzminister Olaf Scholz (SPD) | PK
انځور: AFP/T. Schwarz

اولاف شولڅ د يونان د لسبوس ټاپو په موريا کمپ کې د خلکو له «سختو برخليکونو» څخه خبرې کولې. د هغه په خبره دا حالت ښيي چې د اروپا د کډوالو په سياست کې په تېرو څو کلونو کې څومره تېروتنې موجودې وې.

خو نوموړي هيله هم څرګنده کړه چې اوسنی وضعيت به وشي کلی د اروپايي‌ ټولنې د غړو تر منځيو تفاهم چټک کړي. د هغه په وينا دا چې لس هېوادونه اوس دې ته چمتو دي چې ۴۰۰ بې سرپرسته کډوال ومني، يوازې يو لومړی ګام دی.
 

»د معقوليت حکم»

صدراعظمې ته د آلمان د سوسيال دموکرات ګوند دغه کانديد دا هم زياته کړه چې د نورو اروپايي‌ هېوادونو مرسته د آلمان د مرستو له پاره کوم اصلي‌ شرط‌ نه دی. شولڅ د آلمان هلو ځلو ته په کتو سره وويل چې «موږ په هر صورت دې ته چمتو يو چې يو څه وکړو، دا زما په فکر کې د انساني معقوليت حکم دی.»
 

د آلمان د کورنيو چارو وزير، هورست زېهوفر، اعلان کړی و چې آلمان به له ۱۰۰ تر ۱۵۰ پورې بې سرپرسته کم سنه کډوال ومني. د آلمان د پارلمان مرستيالې رئيسې کلاوديا روت (د شنو له ګوند څخه) له دې کبله پر زېهوفر سخت انتقاد هم وکړ. د هغې په خبره بايد آلمان لا زيات کډوال ومني.
 

د موريا په نوم کمپ د سه شنبې او چهارشنبې تر منځ د شپې له خوا په بشپړه توګه ويجاړ شو. داسې ويل کيږي چې ځينو کډوالو اور لګولی وو، ځکه چې د کرونا پېښو له کبله بايد د کمپ اوسېدونکو قرنطين مراعات کړی وای.

ا./ن.ص./ا.ا.