1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شولڅ: د جهاني اقتصاد د غوړیدو مؤثره لار د جنګ ختمیدل دي

۱۴۰۱ آبان ۲۴, سه‌شنبه

د جرمني صدراعظم، اولاف شولڅ په اندونیزیا کي د جي شل سرمشریزي پرمهال د دې غوښتنه وکړه، چي په اوکراین کي دي جنګ ژرتر ژره ختم سي.

https://p.dw.com/p/4JYQ1
Indonesien G20 Olaf Scholz
انځور: Dita Alangkara/dpa/picture alliance

هغه نن سه شنبه د انرژۍ او غذایي بحران په باب توضیحاتو کي وویل، چي «د جهاني اقتصاد د احیأ مؤثره لار د اوکراین پر ضد د روسیې د جنګ ختمیدل دي». 

هغه د روسیې د جمهوررئیس، ولاد یمیر پوتین څخه وغوښتل چي د «لوږي څخه د وسیلې په حیث استفاده و نه کړي» او «جهاني اقتصاد د رکود سره نه مخامخ کوی.» په خبره یې د اوکراین څخه د غذایي موادو او زراعتي محصولاتو د انتقال بیرته شروع کیدو ثابته کړه چي جنګ په نړۍ کي د قیمتونو د پورته او کښته کیدو مسؤل دی.