1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شوارڅينيگر: د اقليم ساتلو له پاره بايد لاس په کار شو

۱۳۹۶ آبان ۲۲, دوشنبه

د بن په نړیوال کنفرانس کې ارنولد شوارڅينيگر د اقليم د لا خونديتوب له پاره مبارزه وکړه. امريکا که څه هم چې د پاريس د اقليم له تړونه د وتلو اعلان کړی، خو ځينو مهمو ايالتونو د انرژۍ بدیلې سرچينې رامنځته کړي.

https://p.dw.com/p/2nVtY
Deutschland Schwazenegger COP 23
انځور: picture alliance/dpa/H. Kaiser

ارنولد شوارڅينيگر د ملگرو ملتونو د اقليم ساتني د کنواسيون د غړو د ۲۳ کنفرانس په څنډه کې غوښتنه وکړه چې د اقليم ساتنه بايد لومړيتوب ولري. د کاليفورنيا دغه پخواني والي زياته کړه چې د هغو خبرو ته بايد غوږ کښېنږدو چې د اقليم په اړه شکونه لري. ده وويل: «که چيري ما هغو ته چې ما ته یې «نه» ويلي او زما پر وړتياو يې شکونه ښکاري کړي، پام اړولی وی نو نن به زه د اطريش په غرونو کې ناست وای او له بې کارۍ څخه به سندري ویلای.»

د هاليود سينما دغه مشهور ستوري ته د اقليم ساتني په نړیوال کنفرانس کې تود هرکلی وويل شو. نوموړي دلته د پاريس د تړون د عملي کولو غږ وکړ. ده وويل د ولسمشر دونالد ترمپ د پاريس د تړون څخه د وتلو اعلان به هيڅ پايلې ونه لري. ده زياته کړه: «دا هيڅ معنا نه لري.»

نوموړي وويل چې د کاليفورنيا ايالت او نورو ايالاتونو د اقليم ساتني له پاره خپلې هلې ځلې زياتې کړي دي. شوارڅينيگر چې د «آر ۲۰ـ د اقليم د عمل سيمې» په نوم د سازمان استازيتوب یې کاوه، زياته کړه: «کاليفورنيا د بيا نوي کيدونکي انرژۍ د سرچينو په رامنځته کولو پيل کړی او په دې برخه کې یې د يوه انقلاب زمينه برابره کړې.»

د کاليفورنيا دا پخوانی والي په دې باور دی چې د اقليم خونديتوب په سيمه ايزه کچه پيليدلای شي. او له کوم وخت راهيسې چې د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د پاريس له تړون څخه د وتلو اعلان کړی، ډير امريکايان هم په همدې نظر دي. د بن په کنفرانس کې تر۲۰۰ زيات امريکايي سیاستوال، د اقتصاد د برخې مشران او مشهورې څيرې د پاريس تړون د ځمکې د تودوخې د کچې د دوه درجې راټيټولو هدف له پاره تبليغات کوي.

د کاليفورنيا برحاله گورنر جيري براون وويل: «کاليفورنيا ترمپ ته انتظار نه کوي. موږ هغه چا ته انتظار نه کوو چې د اقليم بدلون نه مني. موږ ځان د هر هغه څه د کولو له پاره مکلفوو چې د وسه مو پوره وي او د طبيعت له پاره کار کوو نه دا چې د دې پر ضد مبارزه وکړو. موږ د اقليم د بدلون له کبله رامنځته کيدونکو چيلنجو سره مقابلې ته دريږو.»

Deutschland Bonn COP23 Al Gore
د امريکا متحده ايالاتو پخوانی مرستيال ولسمشر ال گور په بن کېانځور: Reuters/W. Rattay

د ترمپ له خوا د پاريس له تړونه د وتلو خبري دوی ټول نور هم سره نزدي کړې دي. او د يوه نوي ولسمشر هيلې. هغه بيا کيدای شي د دغه تړون څخه د وتلو خبره بيرته واخلي، هغه وخت چې لا ناوخته شوي نه وي.  

د م. م. د اقليم تړون د عملي کولو پلانونه

د اقليم د نړيوال کنفرانس په څنډه کې د ټولې نړۍ ښارونو او سيمو استازو غوښتل چې د ملگرو ملتونو د اقليم تړون د عملي کولو په برخه کې خپله ونډه هم چمتو او وړاندې کړي. دوی د پاريس تړون د عملي کولو په برخه کې پر خپل چمتووالي او هڅو ټينگار وکړ. د آلمان د نوردراين ویستفالن ايالت لومړي وزیر ارمين لاشت په خپله وينا کې وويل چې ښارونه او سيمې زياتره وخت د اقليم ساتني او ځان د اقليم سره د عيارولو په برخه کې مخکښ وي.

د آلمان د دغه سياستوال له نظره د اقليم خونديتوب په سيمه ایز اقتصاد، علم او مدني ټولنو کې د فعاليت درلودونکو کسانو هلو ځلو ته اړتيا لري. نورت راين ويستفالن د ايالتي دفتر په حواله لاشت غوښتل چې کاليفورنيا له والي جیري براون، د اوريگون کيت براون، د ويرجینيا د تیري مک اوفليف او د واشنگټن له جی انسلي سره وگوري.

دا کسان د امريکا د اقليم د ايالتي ائتلاف غړي دي چې د نيويارک پخواني ښاروال ميشل بلومبيرگ د ولسمشر دونالد ترمپ له خوا د پاريس له تړونه د وتلو د اعلان تر کولو وروسته جوړ کړی وو.