1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شهباز شريف غواړي د عمران خان ځايناستی سي

۱۴۰۱ فروردین ۲۱, یکشنبه

اټکل کيږي چي د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف ورور، شهباز شريف به د دوشنبې په ورځ د پاکستان لومړی وزير وټاکل سي. عمران خان د شنبې په ورځ سلب اعتماد سو.

https://p.dw.com/p/49iic
Shahbaz Sharif
د پاکستان د مسلم ليگ نواز گوند مشر، شهباز شريفانځور: Anjum Naveed/AP/picture alliance

شهباز شريف د پاکستان په پارلمان کي د حزب اختلاف مشري په غاړه لري او تر مخه څو کاله د پاکستان د تر ټولو زيات نفوس لرونکي پنجاب ايالت لومړی وزير پاته سوی دی. د مسلم ليګ نواز ګروپ ګوند دغه ۷۰ کلن مشر د پاکستان د پخواني لومړي وزير نواز شريف کشر ورور دی. نواز شريف په ۲۰۱۷ کال له لومړي وزارت څخه ليري او بنديخانې ته ولېږدول سو. پر هغه د اختلاس تورونه لګول سوي ول. نواز شريف تر دوه کلن قيد وروسته بريتانيې ته د علاج لپاره ولېږل سو چي د هغه راهيسي هلته مقيم دی.

شهباز شريف په پارلمان کي د عمران خان پر ضد د نه اعتماد د رايه اچونې د کمپاين مشري کوله او د شنبې په ورځ ناوخته په خپل دغه کمپاين کي بريالی سو. د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر او د کرکټ پخوانی لوبغاړی عمران خان په دې ونه توانېد چي پر ضد يې د عدم اعتماد د رايه اچونې پر وخت په کافي اندازه د پارلمان غړي پر خپله خوا ولري. اپوزيسيون د ۱۷۴ رايو په مرسته په پارلمان کي له عمران خان څخه اعتماد واخيست او په دې توګه هغه د پاکستان د لومړي وزير په توګه دندې څخه ليري کړل سو.

شهباز شريف چي اوس د پاکستان د لومړي وزير په صفت دندې ته چمتو والی نيسي، په هکله يې ويل کيږي چي په زياته په پنجاب کي د خپل ګوند پر اساس ډېر زيات پلويان لري. نوموړي د يو ځوان په توګه له خپلي کورنۍ څخه د فولادو يوه فابريکه په ميراث واخيستله او د لومړي ځل لپاره په ۱۹۸۸ کال په پنجاب کي و ايالتي پارلمان ته د غړي په توګه وټاکل سو.

شهباز شريف د پنجاب د ايالتي لومړي وزير په توګه ډېري لويي پروژې عملي کړې چي پکښي د بنيادي جوړښتونو د رامنځته کولو پروژې لکه د پاکستان د لومړي مېترو بس پروژه هم شامله وه. د شهباز شريف په هکله ويل کيږي چي ډېر سخت کار کوونکی او د عمل لېوال دی. د پنجاب د ايالتي لومړي وزير په توګه د دندې پر وخت به هغه په ناڅاپه توګه دفاترو ته ورتلی او د چارواکو د کار څرنګوالی به يې کاته او پر دې يې ټينګار لاره چي چارواکي پر وخت دفاترو ته حاضر سي. هغه د سفاري دريشي او خولۍ  په اغوستلو مشهور دی.

منتقدين وايي چي شهباز شريف د پنجاب د لومړي وزير په توګه بيا هم په دې کي پاته راغلی ؤ چي د دغه ايالت تر ټولو مهمي ستونزي حل کړلای سي. په دغو ناحل سوو ستونزو کي په زياته د ملکي خدماتو، روغتيا او په زراعت کي اصلاحات شامل دي. پر هغه تور دی چي زياته توجه يې داسي پروژو ته ورکوله چي په مرسته يې دی له خلکو زياتي رايي په لاس راوړي لکه پر محصلينو د ليپټاپ کمپيوترونو ويش او بې روزګارانو ته د ټکسي موټرو د ورکړي پروژې.

پر شهباز شريف د اختلاس تورونه هم سته چي پلويان يې وايي چي د عمران خان لخوا ورباندي د سياسي فشار راوړلو له کبله لګول سوي ول. د اختلاس ضد ملي ادارې د ۲۰۱۹ کال په دسمبر مياشته کي د شهباز شريف او د هغه د زوی حمزه شريف تقريبا تر شلو زيات ملکيتونه ضبط کړل، او پر هغوی يې د تورو پيسو د ناقانونه سپينولو تورونه ولګول. نوموړی د ۲۰۲۰ کال په سپتمبر کي ونيول سو خو شپږ مياشتي وروسته بېرته په ضمانت خوشي سو. د يادو تورونو په تناظر کي د هغه پر ضد محاکمه تر اوسه لا د ځنډ سره مخامخ ده.   

د شهباز شريف په هکله ويل کيږي چي هغه د خپل مشر ورور نواز شريف په پرتله زيات پراګماټيک او د دې جوګه دی چي د پاکستان د قوي او بانفوذه پوځ په شمول د خپلو نورو مخالفينو سره هم تفاهم وکړي.

د پاکستان پوځ اړونده ادارې يې په دغه هيواد کي په سياسي توګه تر ټولو قوي اړخ بلل کيږي. دغه پوځ په ۱۹۴۷ کال د پاکستان د رامنځته کېدو راهيسي تقريبا نيم وخت پر پاکستان حکمراني کړېده. د دغه پوځ په هکله ويل کيږي چي که يې د پاکستان په تاريخ کي حتی په بعضو وختونو کي په مستقيمه توګه حکومت نه وي کړی، خو د پردې تر شا د سياسي استقامت واګي يې په لاس کي ساتلي وي. شهباز شريف ويلي: «زه هميشه د اسلام اباد او راولپنډي تر منځ د همږغۍ ملاتړی اوسېدلی يم.» له اسلام آباد څخه د نوموړي مقصد پارلماني سياست او له راولپنډي څخه د هغه مقصد د پاکستان پوځ دی چي مرکزي مقر يې په راولپنډي کي موقعيت لري.

شهباز شريف زيات وخت د هغه د زياتو ودونو او د خپل زيات جائيداد له کبله تر نيوکو لاندي نيول کيږي چي پکښي په لندن او دبۍ کي لوکس اپارتمانونه شامل دي. خو د تهمينه دراني په نوم نامتو ليکوالي سره د هغه د واده وروسته تر شا خبري کمي سوي دي. فېمينيسته تهمينه دراني د «زما فيوډال څښتن» په نوم کتاب په نړيواله توګه شهرت وموند. د هغې په هکله ويل کيږي چي د مېرمنو په وړاندي د احترام په ترڅ کي يې د شهباز شريف شهرت بهتره کړی دی. تهمينه درانۍ د پنجاب ايالت د مشهور ملک مصطفی کهر مېرمنه وه چي د هغه سره د ازدواج په دوره کي د سختيو په تړاو يې ياد کتاب ليکلی دی.

شهباز شريف په داسي حال کي د پاکستان د لومړي وزير په صفت دندې د ترلاسه کولو په حال کي دی چي دغه هيواد د سخت اقتصادي حالت سره مخامخ دی او د پاکستان په بلوچستان آيالت کي د بېلتون غوښتونکو او په دغه هيواد کي د تحريک طالبان پاکستان تاوتريخوالی د لا زياتېدو په حال کي دی.

آ./ن.ص./ا.ا.