1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا ولي بهرنۍ مرستي ردوي؟

۱۳۹۹ مرداد ۲۸, سه‌شنبه

سختو اورښتونو او د کرونا بحران د شمالي کوریا اقتصاد تر لا زیاد فشار لاندي راووستی دی. دغه ډبل بحرانونه له خپل ځان څخه د حکومت هغه مثبت تصور له خطر سره مخامخ کړی چي په نیژدې راتلونکي کي یې باید اظهار کړي.

https://p.dw.com/p/3h7YZ
Nordkorea I Staatschef Kim Jong Un nimmt an Sitzung des Zentralkomitees der Arbeiterpartei teil
انځور: Reuters/KCNA

کله چي یو مطلق حاکم حقیقت بیان کړي، نور نو ستونزي نه سي پټیدای. د کوريا واکمن کیم جونگ اون د کارگر گوند د سیاسي دفتر له غړو سره د لیدني کتني پر مهال د پنجشنبې په ورځ وویل چي شمالي کوریا له دوو چلنجونو سره مخامخ ده: د کووید ۱۹ او غیرمنتظره طبیعي پيښو په وړاندي مبارزه. هغه له هغو څخه وغوښتل چی په عین وخت کي دي ددغو دواړو چلنجونو له عُهدې ووزي.

هغه څه چي کیم یې یادونه و نه کړه ددغو دواړو بحرانونو له امله سخت اوښتل سوي زیانونه دي چي د ملگرو ملتو له خوا لگول سوو بنديزونو له امله اغیزمن سوی اقتصاد یې لا پسي بحراني کړی دی. شمالي کوریا د جنورۍ له پای څخه له چین سره خپل سرحد تړلی دی. امنیتي ځواکونه د یالو په نامه سرحدي رود باندي قاچاق ترفشار لاندي راوستی تر څو د کووید ۱۹ ناروغي دغه هیواد ته دننه نه سي.

په رسمي ډول تر اوسه پوري هیڅوک په دغه ناروغي نه دي اخته سوی. خو ددغه هیواد دولتي روغتیايي سیستم ښايي د دغي پاندیمي د شیوع زور را نه وړي. په روغتونونو کي د بسترونو، دستگاوو او دواوو کمښت لیدل کیږي.

Nordkorea I Staatschef Kim Jong Un nimmt an Sitzung des Zentralkomitees der Arbeiterpartei teil
انځور: Reuters/KCNA

د بهرنۍ سوداگرۍ قطع کیدل

د دغه هیواد د منزوي کیدو په نتیجه کي اولس تر سخت فشار لاندي راغلی، ځکه چي د شمالي کوریا د شخصي مارکیټونو مالونه له چین څخه راتلل او ډیرو ښځو له دغي لاري پیسې پیدا کولې. په سئول کي د بیا یو ځای کیدو له پاره د کوریا انستیتوت په حواله، له چین څخه واردات دوه پر دریمه برخه یعني ۳۸۰ میلیونه ډالرو ته راکښته سوی. په عین حال کي چین ته صادارت هم راکم سوي چي د خارجي صادراتو۹۰ سلنه کيږي.

په عین وخت کي ددغه هیواد په جنوب او لویدیځ کی هغه ولایتونه چي په تیره بیا وریجي پکښي کرل کیږي، د سختو سیلابونو له امله زیانمن سوي او د خوراکي موادو د ویشلو دولتي سیستم هم کمزوری سوی دی.

Nordkorea Überschwemmung im Nordwesten
انځور: Imago/Xinhua

له لسیزو راهیسي سختو موسمي بارانونو چي ۵۰ ورځي دوام کوي، څه ناڅه ۴۰ زره هکتاره مځکه ویجاړه کړې ده. د رودونگ په نامه د گوند ورځپاڼي خبرداری ورکړی دی چي که دغه وریجي تر اوبو لاندي سي حاصلات به سخت راکم سي. د دغو اوبو مخ باید وگرځول سي تر څو ددغه کال له پاره سم حاصلات تر لاسه سي. د ونو د چپه کولو او اوبو لگولو خراب سیستم له امله په شمالي کوریا کي بارانونه سختي ویجاړۍ رامنځته کوي.

 له بهر څخه د مرستو نه منل

پر سختو زیانونو سربیره، بیا هم کیم له بهر څخه مرستي ردوي. کیم ویلي: «په نړیواله سطحه د ناوړه ویروس مخ پر زیاتیدونکي پراخوالی موږ دې ته اړباسي چي له بهر څخه مرستي ونه منو، سرحدونه کلک وتړو او د دغي پاندیمي په وړاندي سخت تدابیر وضعه کړو.»

د سره صلیب نړیوالي ادارې ددغه هیواد له جنوب سره هم سرحده دوو ولایتونو د ۳۰۰۰ کورنیو سره د مرستو وړاندیز کړی دی. د نوموړي سازمان په خبره ۲۲ انسانان وژل سوي او ۴ تنه لادرکه دي. ملگري ملتونه پیونگ یانگ ته د مرستو د رسولو یو ليست جوړ کړی او اروپايي ټولني هم ویلي دي چي که شمالي کوریا غواړي نو خپلي مرستي به ورته ورسوي.

بهرني څارونکي بیا د شمالي کوریا له خوا د بهرنیو مرستو ردول په دې معنی بولي چي دغه هیواد نه غواړي د خپلو خلکو او بهر په وړاندي خپل ضعف ښکاره کړي. په تیرو طبیعي پیښو کي جنوبي کوریا ستري بشري مرستي ورسولې. خو شمالي کوریا بیا په دا وروستیو وختو کي پر جنوبي کوریا او ولسشمر مون جي این باندي سخت لفظي برید وکړ. دا ځکه چي دغه گاوندی هيواد (جنوبي کوريا) پر شمالي کوریا باندي د ملگرو ملتونو د بندیزونو ملاتړ کوي.