1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا د سمندر پر لور شکمن کروز توغندي توغولي دي

۱۳۹۹ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

دغه شکمن توغندي د کوریا ټاپوزمې او جاپان تر منځ په سمندر کې توغول شوې دي. په داسې حال کې چې شمالي کوریا یوازې یوه میاشت مخکې د توغندیو یوه بله آزموینه کړې وه، کارپوهان وروستۍ آزموینه د اندیښنې وړ بولي.

https://p.dw.com/p/3asQw
Nordkorea Raketentest
انځور: AFP/ Jung Yeon-je

د سویلي کوریا پوځ ویلي دي چې شمالي کوریا د سه شنبې په ورځ پر سمندر څو توغندي توغولي دي. زیاته شوې ده چې دغه شکمن توغندي «د لنډ واټن ویشتونکي کروز» توغندي ول.

د سویلي کوریا د پوځ له خوا په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې د شمالي کوریا له مونچون ښار څخه د کښتۍ ضد کروز توغندي، توغول شوي ول چې ۱۵۰ کیلومتره یې واټن وهلی او بیا په سمندر کې لویدلي دي. زیاته شوې ده چې د شمالي کوریا پوځي جټ الوتکو هم څو توغندي، فیر کړي دي.

شمالي کوریا په داسې حال کې دغه آزموینې کوي چې له امریکا متحده ایالاتو سره یې د اتومي پروګرام پر سر خبرې اترې دریدلې دي. د سویلي کوریا په بیانیه کې راغلي دي: «سولي کوریا او د امریکا متحده ایالاتو استخبارات اړونده موضوعګانې له نزدې ارزوي.«

شمالي کوریا څه ډول توغندي ازمویلي؟

کروز توغندي د بالستیک توغندیو په پرتله په ډیر ټیټ التیتیوت کې لار وهي. ځيني وختونه له سطحې یوازې څو متره واټن لري او له همدې کبله د رادرونو له پاره د هغوی په نښه کول ستونزمن وي. ځيني کروز توغندي آن په هوا کې خپل مسیر بدلولی شي.

شمالي کوریا دوه ډوله تائید شوي  کروز توغندي لري چې KN-01 او Kumsong-3 نومیږي. دغه دواړه توغندي د روسي کروز توغندیو د طرحې پر اساس جوړ شوي دي چې کیدای شي په سواحلو کې د کښتیو د برید د دفع کولو په موخه وکارول شي.

ms/nz (Reuters, AP, AFP, dpa)