1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا بیا یو بالستیکي راکټ وتوغاوه

۱۴۰۱ مهر ۱۲, سه‌شنبه

شمالي کوریا د راکټونو خپلو تازه توغولو ته ادامه ورکړه. د جنوبي کوریا د پوځ او جاپان د سرحدي ځواکونو په حواله ددغه هیواد یو بالستیکي راکټ د جاپان د بحیرې پر خوا تیر او امکان لري حتی د جاپان له شمال څخه هم تیر سوی وي.

https://p.dw.com/p/4HjK4
Nordkorea Raketenabschuss Raketentest Japan
انځور: Ryoichiro Kida/AP/picture alliance

ځکه د لنډ وخت لپاره د راکټ فیرولو د خبرداري سیسټم فعاله سو. د جاپان په شمالي سیمو کي له خلکو څخه وغوښتل سول، چي په ودانیو کي ځانونه ډادمنو ځایونو ته ورسوي. 
د جاپان صدراعظم، فومیو کیشیدا دا د شمالي کوریا د تشدده ډک یوعمل وباله اود جنوبي کوریا جمهوررییس، یون سوک یول بیا د دې په مقابل کي د یوه بین المللي عکس العمل ښکاره کولو غوښتونکی سو.