1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا بیا توغندي توغولي

۱۳۹۸ مهر ۱۰, چهارشنبه

له امریکا متحده ایالاتو سره د نویو خبرو اترو د پیلیدو په درشل کې شمالي کوریا یو ځل بیا توغندي توغولي دي. د جاپان د سمندري امنیتي خدماتو ادارې په سیمه کې ټولو کښیتو ته خبرداری ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3Qd4o
Südkorea TV-Bildschirm mit Nordkoreas Kim Jong Un Raketentest
انځور: Getty Images/Chung Sung-Jun/Getty

د شمالي کوریا پوځ د چهارشنبې په سهار وختي د جاپان سمندر پر سر توغندي توغلي دي. د جنوبي کوریا خبري آژانس یونهاپ، د پوځ د یوه ویاند له قوله لیکلي دي چې دغه توغندي د لنډ واټن ویشتونکي توغندي وو. زیاته شوې ده چې دغه توغندي د ونسان ساحلي ښار له یوې څنډې څخه توغول شوي دي. د جاپان سمندري امنیتي خدماتو ادارې په سیمه کې کښتیو ته خبرداری ورکړی دی.

شمالي کوریا په تیرو اوونیو کې څو وارې د لنډ واټن ویشتونکي بالستیک توغندي توغولي ول. خو دغه نوي توغندي د امریکا متحده ایالاتو او شمالي کوریا تر منځ د اتومي بې وسلې کیدو په تړاو د خبرو د پيلیدو په درشل کې توغول کیږي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې په نړیواله کچه د دغه منزوي شوي هیواد له دولتي رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې دواړو هیوادونو توافق کړی دی چې د شنبې په ورځ خبرې اترې پیل شي.

زیاته شوې ده چې د جمعې په ورځ د چمتووالي له پاره د اړیکو نیول په پام کې نیول شوي دي. خو دا چې دغه خبرې به چیرې تر سره شي په هکله یې تر اوسه کوم معلومات نه دي ورکړل شوي.

د شمالي کوریا د اتومي بې وسلې کیدو په هکله خبرې اترې له میاشتو راهیسې دریدلي دي. په فبروري میاشت کې په هانويي کې په یوه سرمشریزه کې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ او د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون د شمالي کوریا د اتومې بې وسلو کیدو د اقداماتو پر سر کوم توافق ته و نه رسیدل.

Südkorea zeigt neue US-Tarnkappenbomber
د جنوبي کوریا ولسمشر مون جای ان، د امنیتي ځواکونو د ورځې په تړاو جوړو شوو مراسمو کې د نویو اف ۳۵ اې، ډوله الوتکو څخه لیدنه کويانځور: picture-alliance/dpa/YNA

د شمالي کوریا له لوري د توغندیو تر توغولو څو ساعته دمخه جنوبي کوریا د لومړي ځل له پاره له متحده ایالاتو څخه رانیولو ۴۰ نویو عصري جنګي جېټ الوتکو څخه یې ځینې نندارې ته وړاندې کړې.

دغه الوتکې د خپل پرمختلې تکنالوژۍ له کبله له راداره هم تیښته کولی شي. د شمالي کوریا مشرتابه د دغه الوتکو پر رانیولو باندې سخت انتقاد کړی وو.

rb/nob sr/nz (afp, ap, dpa)