1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا امریکا ته اخطار ورکړی دی

۱۳۹۸ آذر ۲۶, سه‌شنبه

شمالي کوریا امریکا ته د همدې عیسوي کال تر پایه پوري چي یوازي څو ورځي ورته پاته دي، اخطار ورکړی، چي که ورباندي اقتصادي بندیزونه را کم نه کړي، نو به یې د کرسمس اختر په غم ور ولړي. خو څه به وکړي او امریکا څه وايي؟

https://p.dw.com/p/3UxtN
Karikatur von Sergey Elkin über Kim und Trump – Gipfel ohne Ergebnis

شمالي کوریا د تیري شنبه په ورځ (د ډسمبر ۱۴ مه نیټه ) په یوه اوونی کي خپل دوهمه «مهمه» راکټي ازموینه تر سره کړه. کارپوهان گومان کوي، چي شمالي کوریا به امکان لري د اوږدې فاصلې راکټان ازمویلي وي.

د پیونگ یانگ د رژیم په عقیده تقریبأ دوې اوونی لا د اولتیماتوم ختمولو ته پاته دي. شمالي کوریا د امريکا د متحده ايالاتو څخه غواړي، چي په تجارتي مسایلو کي نوي امتیازات ورکړي او اقتصادي بندیزونه ورباندي را کم کړي، که نه نو به داسي نوې لار انتخاب کړي، چي د امريکا د «خوښي خلاف به د کرسمس تحفه» ورکړي. دا چي هغه به څه ډول تحفه او څه شي وي، د پیونگ یانگ په حواله به په دې هکله د کمونسټ حزب مرکزي کمیټه په همدې ډسمبر کي لا د یوې فوق العاده جلسې پرمهال تصمیم ونیسي.

د همدې میاشتي د سر عکسونه، د شمالي کوریا رهبر کیم یونگ اون، خور یې کیم یو یونگ او دوه اعتمادي کسان ښکاره کوي، چي د دوهم وار له پاره په همدې کال کي مقدس غره، پایکدو ته تللي دي. خو دا وار د هغوی سره لوی درستیز هم ملگری ؤ. دغه ډول راظاهریدونو په پخوانیو وختونو کي هم ډیر اهمیت درلودئ. واقعأ هم تر دې وروسته دوې ازمویني تر سره سوې.

Nordkorea Paektusan Schlachtstätte | Kim Jong-un, "Oberster Führer"
د شمالي کوریا رهبر کیم یونگ اون، خور یې کیم یو یونگ او لوی درستیز یېانځور: Reuters/KCNA

دغه ډول تیاتر غوندي صحنې جوړول د شمالي کوریا د هغي پراخي تهدیدي تیورۍ یوه برخه ده، چي د همدې کال په فبرورۍ میاشت کي په هانوی کي د سرمشریزي تر ناکامه کیدو وروسته یې پیل کړې ده. د اپریل میاشتي په نیمايي کي کیم یونگ اون د همدې کال تر پایه پوري امريکا متحده ايالاتو ته مهلت ورکړ، چي یو د منلو وړ د حل یو پیشنهاد وکړي.

د شمالي کوریا  سره په سرحد کي یې د امریکا د جمهور رييس دونالد ترمپ سره د جون میاشتي په اخره کي ملاقات هم نتیجه ور نه کړه. بلاخره د کیم مرکچیانو د اکتوبر میاشتي په سر کي دسویډن په غونډه کي اعلان وکړ، چي غیر اټومي کولو ته اماده دي. دا هم په داسي حال کي، چي د همدې کال په جریان کي شمالي کوریا شل واره نوي ماډل اټومي راکټان ازمویلي دي.

USA | Nordkorea | Entmilitarisierte Zone | Donald Trump | Kim Jong Un
د شمالي کوریا  سره په سرحد کي د امریکا د جمهور رييس دونالد ترمپ او کیم یونگ اون ملاقاتانځور: picture-alliance/Xinhua News Agency

امريکا راکټي سړي ته خبرداری ورکوي

د امريکا متحده ايالات په خپل نوبت سره د هغه سره مخالفت کوي. دغه خبره د شمالي کوریا له پاره د امریکا خاص نماینده، سټیفین بي یې گن د دوشنبه په ورځ (د ډسمبر ۱۶ نیټه) په سیؤل کي وکړه. هغه شمالي کوریا ته په خطاب کي وویل: «اوس ددې وخت رارسیدلی دی، چي موږ خپل کار وکړو. پرې مو ږدۍ چي هغه سرته ورسوو. موږ دلته یو او تاسي پوهیږئ، چي څنگه موږ پیدا کولای سئ.»

د بلي خوا اکثره ناظرین د شمالي کوریا رفتار داسي توجیه کوي، چي پراساس یې کیم یونگ اون په خپلو دغو تهدیدونو سره غواړي د ملگرو ملتونو له خوا وضع سوي تعزیرات تر ډیره حده پوري له منځه یوسي، بې له دې چي خپل اټومي کامله بې وسلې کول ومني او عملي یې کړي.