1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا ښايي د تاکتيکي اتومي وسلو يو سيستم ازمويلی وي

۱۴۰۱ فروردین ۲۸, یکشنبه

داسې ښکاري چې شمالي کوريا د تاکتيکي اتومي وسلو له پاره يو سيستم ازمويلی وي. د دغه هېواد دولتي خبري آژانس ويلي چې دغه سيستم ډېر اهميت لري او دا چې کيم جونګ اون خپله د تېست پرمهال حاضر وو.

https://p.dw.com/p/4A2ar
Raketentests in Nordkorea
انځور: Korea News Service/AP/picture alliance

د شمالي کوريا دولتي خبري آژانس کی سي ان ای خبر ورکوي چې »د تاکتيکي هدايت وړ وسلې نوی ډول«، »په لومړي صف کې د توپخانه يي واحدونو او د تاکتيکي اتومي وسلو د استعمال د اغېزمنتيا په ډېرولو کې ډېر اهميت« لري. دا چې د دغه سيستم ازموينه څه وخت تر سره شوې، لا معلومه نه ده.

د سيال هېواد سويلي کوريا سترې درستيزۍ بيا ويلي چې د شنبې په ماښام ناوخته يې دوه داسې توغول شوي توغندي کشف کړي چې د ۲۵ کيلومترو په ارتفاع يې ۱۱۰ کيلومتره الوتنه کړې ده. د الوتنې چټکتيا يې د غږ له سرعت څخه تقريبا څلور چنده زياته وه. د شنونکو په خبره د اوونۍ په پای کې دغه ازمويل شوې نوې وسله ښايي يو نوی ډول بالستيک د لنډ واټن توغندی وي. د اتومي وسلو په برخه کې د کارنېګي د تحقيقاتي مرکز کارپوه، آنکيت پاندا وويل چې دا ښايي »د شمالي کوريا لومړی د اتومي وسلو د وړلو يو سيستم« وي.

د شمالي کوريا د دولتي خبري آژانس په حواله ولسمشر کيم جونګ اون يوې پوځې څېړنيزې ډلې ته »د دفاعي وړتياوو او د اتومي جنګي ځواکونو د لا پراختيا له پاره مهمې لارښوونې کړې دي.« د »رودونګ سينمون« ورځپاڼې له خوا په خپرو شوو عکسونو کې کيم د خندا پر وخت ليدل کيږي چې په ازمايښتي ډول د وسلې توغولو ته ګوري او خپله خوشحالي اظهاروي.  

د امريکا متحده آيالاتو په دې وروستيو کې د شمالي کوريا له خوا د اتومي وسلو د يوه تېست څخه خبرداری ورکړی وو چې د اپريل په ۱۵مه د شمالي کوريا د ملي جشن ورځې په شاوخوا کې ښايي تر سره شي. بيونګ يانګ د ۲۰۱۷ کال راهيسې اتومي وسلې نه وې ازمويلې. خو په دې وروستيو کې د شمالي کوريا واکمن کيم جونګ اون يو لړ راکټونه توغولي ول. د شمالي کوريا پوځ د ۲۰۱۷ کال راهيسې په لومړي ځل يو بين القاره يي توغندی هم توغولی دی. د سپږمکۍ په انځورونو کې د پونککيي ري د اتومي تېستونو د ساحې په يوه تونل کې د نويو فعاليتونو نښې نښانې هم ليدل کيږي.

Nordkorea Pjöngjang | Feier 110. Geburtstag Staatsgründer Kim Il Sung
د شمالي کوريا د موسس، کيم ايل سونګ، د ۱۱۰ مې کليزې لمانځنهانځور: KCNA/KNS/AFP

لږ وخت مخکې شمالي کوريا و سويلي کوريا ته ګواښ وکړ چې د مخنيوي د يوه بريد په صورت کې به اتومي وسلې استعمالوي. شمالي کوريا د جمعې په ورځ د جمهوريت د موسس، کيم ايل سونګ د ۱۱۰ کليزې په وياړ د لمانځنې د مراسمو، اورلوبو او رقص له لارې خپله دغه ورځ ولمانځله. خو دا ځل پکې کوم پوځي پرېډ يا رسم ګذشت نه وو.

شمالي کوريا د ۲۰۰۶ کال راهيسې شپږ اتومي وسلې ازمويلي او په ۲۰۱۷ کال کې يې خپل وروستی او تر ټولو زورور تېست اعلان کړ. هغه د هايدروجن يو بم وو چې قوت يې ۲۵۰ کيلو ټنو ته رسېد. کارپوهان اټکل کوي چې پيونګ يانګ اوس په دې باندې کار کوي چې سرګلولې وړې کړي څو په بين القاره يي توغنديو باندې نصب کړای شي.

د دوشنبې په ورځ د متحده آيالاتو او سويلي کوريا پوځونه ګډ نظامي تمرينات پيلوي. پيونګ يانګ تل انتقاد کوي چې د دغسې تمريناتو له لارې ورته ګواښ متوجه دی. خو د سويلي کوريا د ستر درستيز پلاوي ټينګار وکړ چې دا ځل »کمپيوټري سيموليشن، نه دا چې د کوم اصلي پوځي مانور تمرين« په نظر کې نيول شوی دی.

آ./ن.ص./ا.ا.